د کامسيټس څلورمې عمومي غونډه كښې ګډون لپاره د ګهانا اولس مشر نانا آډوډانکوا وزيراعظم عمران خان له بلنه وركړه

image

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د ګهانا اولس مشر نانا آډوډانکوا وزيراعظم عمران خان ته كوټلي پرمختګ لپاره د سائنس او ټېكنالوجۍ په اړه د آكرا فورم او د کامسيټس په څلورمه عمومي غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې د كامسټس څلورمه عمومي غونده به سږ كال په 14م اپرېل د ګهانا په پايه تخت آكرا كښې كېږي۔ د آکرا فورم کامسيټس چيئرپرسن په حېث د ګهانا اولس مشر په مشرۍ كښې به كار او په كوټلي پرمختيائي هدفونو عملدرآمد كښې د سائنس كردار ته وده وركولو له د نړيوالو ادارو سره رابطې كوي۔ څلورمه عمومي غونډه د ګهانا اولس مشر رابللې ده څوك چې د كامسټس چيئرپرسن هم دے۔ په څلورمه عمومي اسمبلۍ كښې به د غړو هېوادونو حكومتي مشران هم ګډون كوي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں