ملګري ملتونه٬ او آئي سي او د بشري حقونو تنظيمونو پشمول نړيواله ورورولي دې هند د امتيازي او اقليت مخالفو پاليسو نه منع كړي

image
APP50-10 ISLAMABAD: March 10 - Foreign Office Spokesperson Ms Aisha Farooqui said during a panel interview with APP, the August 5 illegal act of annexation of Indian Occupied Jammu and Kashmir (IOJ&K) and the recent spate of violence against Muslims by extremist Hindus exposed the real fascist face of India. The Foreign Office spokesperson, while referring to the reaction of global community on India's unilateral act of revoking the special status of occupied Jammu and Kashmir and gross human rights violations, said the world had not bought the stance of the Narendra Modi government that it was its internal matter. (Match the picture with interview slugged “India's real fascist face, Hindutva ideology stand exposed: Spokesperson” already been released). APP photo by Afzaal Chaudhry

اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) خارجه دفتر وياندې عائشه فاروقي وئيلي دي ملګري ملتونه٬ او آئي سي او د بشري حقونو د تنظيمونو پشمول نړيواله ورورولي دې هند د امتيازي او اقليت مخالفو پاليسو نه ايسار كړي٬ په هند كښې اقلتونه غېر محفوظ شوي٬ اشرف غني ټاكلې اولس مشر دے، د امريكې او طالبانو امن لوظنامه په افغانستان كښې امن او استحكام ترلاسه كولو لپاره تاريخي اقدام دے٬ جمو و كشمير شخړيزه سيمه ده او د دې د سباٶن پرېكړه اوس كېدل دي٬ د ھغې متنازعه حېثيت نشي بدلېدې۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وياند ووئېل ملګري ملتونه٬ او آئي سي او د بشري حقونو د تنظيمونو پشمول نړيواله ورورولي دې هند د امتيازي او اقليت مخالفو پاليسو نه ايسارولو لپاره عملي ګامونه پورته كړي٬ نړيواله ورورولۍ له به هند كښې د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو ٬ د مسلمانانو د عبادت ځايونو او د جائېدادونو تحفظ باوري كول وي۔ وياندې ووئيل د بي جے پي مشرانو لخوا د راپاروٶنكو بيانونو نه پس په نوې ډيلي كښې په مسلمانانو زيات تشدد مونږ لپاره اندېښمن او د غندنې وړ دے ۔ وياندې ووئيل په دريو څلورو ورځو كښې د هندوتوا پېروكارو لږ نه لږ 14 جوماتونه او يوه درګاه سوځولې، د مقدسو ځايونو او د مقدس كتاب قرآن پاك د منصوبې له مخې بې حرمتي كړې شوې چې پرې ګرده نړۍ احتجاج كوي٬ د ترکېه اولس مشر او د ايران سپريم لارښود په دې لړ كښې د غندنې بيانونه جاري كړي خو ولې هندي حكومت او د بي جے پي يو لارښود يا غړي د مسلمانانو په ضد په ظلمونو افسوس قدرې نه دې كړې۔ د مقبوضه كشمير په اړه وياندې ووئيل جمو و كشمير په نړيواله كچه منلې شوې شخريزه سيمه ده د كومې چې په دې وروستيو كښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د او آئي سي نمائنده پخلې كړې ۔ وياندې ووئيل مقبوضه کشمير كښې د هند لاك ډاٶن نن 221 ورځې شوې او په مقبوضه سيمه كښې 4 نور كسان شهيدان كړې شوي ۔ دې ووئېل هند كشميري اولس په اقليت بدلولو لپاره په جمو و كشمير كښې د هندوانو د آبادولو منصوبه جوړوي كومه چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ وياند ووئيل جمو و كشمير شخړيزه سيمه ده ٬ د دې حېثيت بدلېدې نه شي٬ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څو ځله دا شخړيزه سيمه ګرځولې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياندې ووئيل پاكستان د افغانستان په اولس مشر ټاكلې كېدو افغان جمهور ريئس اشرف غني له مباركي وركړې ۔ وياندې د امريكې او طالبانو امن لوظنامه په افغانستان كښې امن او استحكام ترلاسه كولو لپاره تاريخي اقدام ګرځولو سره وئيلي دي اوس دا انټر افغان ډائيلاګ پلو مخ په وړاندې تګ لپاره مهمه موقع ده۔ دې ووئيل پاكستان د سهولت كارۍ خپل كردار لوبولې او اوس دا د افغان اولس او د ھغوي د نمائندګانو ذمه واري ده چې دا عمل مخ په وړاندې بوځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياندې ووئيل پاکستان د ډاکټر عافيه معامله امريکې سره پورته كړې او په دې لړ كښې خبرې اترې روانې دي۔ وياندې ووئيل كرونا وائرس د يوې وباء شكل اختيار كړې٬ ټولو سفيرانو ته امر شوې چې ھغوي په كوم هېواد كښې دي زمونږ په هېلت اېډوائزري دې عمل وكړي ۔ ډاكټر عائشه فاروقي ووئيل حكومت د كرونا وائرس چېلنج مخنيوي لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ دې ووئيل هېواد او بهر نړۍ كښې د مېشته پاكساتانيانو تحفظ لپاره به ټول وسائل كارولې

مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں