اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د هېواد معيشت ښه والي له د برآمدات ودې ته حكومت پام لرنه كوي٬ خاص اقتصادي زونز كښې د صنعتونو جوړولو په لړ كښې پېښې مسئلې دې حكومت د پاليسۍ په رڼا كښې په ترجيحي بنيادونو حل كولو ته خاص پام لرنه وكړي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د ستراتېژېكي ټرېډ پالېسۍ فريم ورك د 2020 نه تر 2025 او ټېكسټائل پالېسۍ 2020 نه تر 2025 د بريفنګ اخستو مشري په مهال وكړه۔په غونډه كښې د توان وزير عمر ايوب٬د اقتصادي چارو وزير حماد اظهر٬د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د پېټروليم خاص مرستيال نديم بابر٬د سټېټ بانك ګورنر سيد رضا باقر٬اړوندو سېكترانو او افسرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم غونډې ته ووئيل د هېواد معيشت ښه والي ترمخه د برآمدات ودې ته حكومت پام لرنه كوي۔وزيراعظم پالېسو جوړولو كښې د نجي څانګې شراكت په اداره جاتي بنيادونو روانولو په حقله ووئيل حكومت د نجي څانګې لارښودنې او مشاورت سره په معاشي اهداف ترلاسه كولو باور لري۔وزيراعظم ووئيل حكومت د پالېسو تسلسل په اړه لوظي دے۔ده سپارښتنه وكړه چې خاص زونز كښې صنعتونو جوړولو په اړه پېښې مسئلې د حكومت د پالېسۍ په رڼا كښې په ترجيحي بنيادونو حل كولو ته دې پام لرنه وكړی شي۔په غونډه كښې د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد تفصيلي بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ته د اېس ټي پي اېف په اړه ووئيل شول د دې كوټلي فريم ورك مقصد د برآمدات په اړه بنيادي سوچ كښې بدلون راوستل دي دغسې چې د نړيوالو حاجتونو له مخې د څېزونو په ځايې كچه جوړول ممكن شي۔مجوزه فريم ورك كښې د وزيراعظم په مشرۍ كښې دې يو اعلٰی كمېټۍ جوړه كړی شي دغسې چې په مجموعي پېشرفت نظر اوساتلې شي۔وزيراعظم ته د مجوزه ټېكسټائل پالېسۍ 2020 نه تر 2025 په ترجيحاتو هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د ټېسكسټائل ودې له د تېرو 10 كلونو په مهال د مرستې په لړ كښې 68 اربه روپۍ وركړی شوي او دې حكومت په يو نيم كال كښې 71 اربه روپۍ وركړي۔وزيراعظم ته ووئيل شول په تېرو دريو مياشتو كښې ټېكسټائل څانګې له 27 اربه روپۍ دغسې نان ټېكسټائل څانګې له 1.4 اربه روپۍ وركړی شوي۔غونډې ته ووئيل شول تېرو حكومتونو دې څانګې له د مرستې اعلانونه كړي خو په هغې عملدرآمد نه دې شوې چې په نتيجه كښې يې كاروباري ورورولي ستونزو سره مخ شوې۔په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې د كاروباري ورورولۍ د ري فنډز په حقله به نظام آسانولې شي چې د بېلو څانګو مرستې لپاره د حكومت د اړخه اعلان شوې روپۍ د بجټ برخه اوګرځولې شي۔په غونډه