اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د 24 ساعتوپه مهال سل نوې شكمن كېسونه راپور شوي٬ مجموعي شمېره 533 رسېدلې ده۔ د صحت وزارت لخوا د جاري شوې شمېرو له مخې تر اوسه د 1571 كسانو د كرونا وائرس ټېسټ شوې چې ورسره ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس ځپليو كسانو شمېره 187 ته رسېدلې٬ راپورله مخې څلور رانځوران صحت مند ګرځولو سره ډسجارچ كړې شوي٬ 127 په روغتونونو كښې بستر دي۔ راپور له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په اسلام آبا كښې 7 شكمن كېسونه ٬ پنجاب كښې 17٬ خېبرپښتونخوا كښې 25 ٬ سندھ كښې 5 ، بلوچستان كښې 33، آزاد جمو کشمير كښې 11 او ګلګت بلتستان كښې دوه شكمن كېسونه راپور شوي۔ د صحت وزارت لخوا د جاري شمېرو له مخئ دا مهال اسلام آباد كښې د كرونا وائرس د شكمنو كېسونو شمېره 76، پنجاب كښې 112، سندھ كښې 140، خېبر پښتونخوا كښې 92 او د خېبر پختونخوا آئي ډي پيز كښې 5، بلوچستان كښې 103، آزاد جمو کشمير كښې 20 او ګلګت بلتستان كښې 25 راپور شوي او دغسې د دې مجموعي شمېره 533 ته رسېدلې ده چې پكښې يوازې د 187 كسانو كښې د وائرس تصديق شوې۔ د صحت وزارت له مخې په تېرو 24 ساعتو كښې د هېواد په بېلا بېلو داخلي ځايونو د 20 زره 187 كسانو سكريننګ شوې چې پكښې د شكمنو كسانو شمېره 95 ده۔