د وزیرزاعظم د خزانې صلاحكار ډاكټرعبدالحفیظ شیخ په مشرۍ كښې د كابینې اقتصادی رابطه كمیټۍ غونډه

image
APP43-26 ISLAMABAD: March 26 - Advisor to the Prime Minister on Finance and revenue Dr. Abdul Hafeez Shaikh chairing the meeting of ECNEC at Cabinet Division. APP

اسلام آباد 26 مارچ (اے پی پی) د كابینې اقتصادی رابطه كمیټۍ (ای سی سی) د كرونا وائرس مخنيوي لپاره این ډی اېم اے لپاره 5 اربه روپۍ او فاټا كښې د كډوالو بحالۍ لپاره نادرا له د 8 كروړه ه 43 لاكه 52 زره 265 روپو تكنیكی ضمنی ګرانټس منظوری وركړې ده، ای سی سی د كرونا وائرس وباء او روژې مباركې مياشت تر مخه د كراچۍ وګړو له ریلیف وركولو په لړ كښې ټیرف درې مياشتې پس نوټیفائی كولو او دې سره سره د خزانې وزارت او پاورډویژن له پیشګی زرتلافی په لړ كښې كے الیكټرك له د 26 اربه روپو وركولو سپارښتنه كړې ده۔ د كابینې اقتصادی رابطه كمیټۍ غونډه د زيارت پھ ورځ د وزیر اعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټرعبدالحفیظ شیخ په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د هاوسنګ اینډ وركس وزارت لپاره د 275 ملیونه روپو، فاټا كښې د كډوالو بحالۍ لپاره لپاره نادرا له د 8 كروړه 43 لاكه 52 زره265 روپو، كوټلې پرمختيائي اهداف سر كولو پروګرام لپاره 5500 ملیونه او كرونا وائرس مخنيوي لپاره د آفتونو مخنيوي ادارې این ډی اېم اے له 5 اربه روپو تكنیكی ضمنی ګرانټس منظوری وركړې ده ۔ این ډی اېم اے لپاره منظورشوې ضمنی ګرانټس لاجسټك معاونت او كرونا وائرس مخنيوي لپاره حفاظتی آلات ریسپائریټرز او ماسك اخستلو عمل له وركولې شي۔هيواد كښې برقی كارونو لپاره د قامی پالیسۍ په لړ كښې ترغیباتی پیكج لپاره غونډه كښې د يوې بین الوزارتی كمیټۍ جوړولو منظوری هم وركړې شوې۔ د وزیراعظم د تجارت لپاره سلاحكار به د دې كمیټۍ چئیرمین وي، د كمیټۍ په نورو غړو كښې به وفاقی وزیر اسد عمر، د سائنس او ټیكنالوجی وزير فواد چوهدری، د وزیراعظم خاص مرستيال ډاكټرعشرت حسین، د پلاننګ كمیشن دوهم چئیرمین ، وزیراعظم د پیټرولیم سلاحكار ندیم بابر ، د صنعت او پیداوار سيكتر او ماحولیاتی بدلون سيكتر شامل دي۔ كمیټی به پھ يوه مياشت كښې ترغیباتی پیكج جوړوي۔ ای سی سی نیشنل الیكټرك وھیكل پالیسۍ لپاره ترغیباتی پیكج په لړ كښې د ماحولیاتی بدلون وزارت د كردار او هڅو تائید وكړو۔ اقتصادی رابطه كمیټۍ جولائی 2016ء نه تر مارچ 2019ء مودې لپاره كے الیكټرك درې مياشتنيز ایډجسټمنټس منظوری هم وركړه۔ كرونا وائرس وباء او روژې تر مخه د كراچۍ وګړو له ریلیف وركولو په لړ كښې ای سی سی ټیرف درې مياشتې پس نوټیفائی كولو او دې سره سره د خزانې وزارت او پاورډویژن له پیشګی زرتلافی په لړ كښې كے الیكټرك له د 26 اربه روپو وركولو سپارښتنه هم كړې ده

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں