پيښور 08 اپریل (اے پی پی) د جماعت اسلامی پاکستان امير سناتور سراج الحق وئيلي دي د کرونا وبا له امله د ټولې نړۍ د ژوند نظام مفلوج شوې ٬ كه مالدار دې او كه غريب ټول يو ډول دې وباﺀ سره مخ دي۔ ډاکران ،طبی عمله ،الخدمت او د نورو فلاحی ادارو رضاکار،پاك پوځ د پولیس پشمول قانون نافذونكې نور ځواكونه او ميډيا سره تړون لرونكې خبريالان د کرونا وباء په ضد په فرنټ لائن دي كوم چې په حقیقت كښې قامي اتلان دي۔ احتیاطی تدابیر او د صفائی خيال ساتلو سره په دې وباﺀ قابو موندلې كيدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د کرونا وائرس له امله د ځپلې شوو رنځورانو درملنې لپاره پيښور كښې جوړ پولیس سروسز روغتون دورې په مهال وكړه ۔ په دې موقع د الخدمت فاوَنډیشن خیبرپښتونخوا صدر خالد وقاص، د جماعت اسلامی صوبائی جنرل سیکټري عبدالواسیع او ضلعی امیر عتیق الرحمن هم ده سره ملګري وؤ۔ په دې مهال د پيښور پولیس سروسز روغتون اېم اېس ډاکټر فخر الدین او فوکل پرسن ډاکټر نصیر صافی سناتور سراج الحق له د کرونا وباء له امله رامخې ته شوي صورتحال په اړه بریفنګ وركړو