د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور صدر پاكستان ته پنجاب كښې د ټولو ادارو د هلو ځلو په اړه بريفنګ وركړو

image

لاهور 08 اپرېل (اے پي پي) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور صدر پاكستان داكټر عارف علوي پنجاب كښې د ټولو ادارو د هلو ځلو په اړه بريفنګ وركولو كښې د صحت څانګې٬ د طبي عملې ٬ پوليس٬ رېنجرز او د علماﺀ كرامو پشمول د كرونا وائرس په ضد په فرنټ لائن د پاتې كېدونكو ادارو د هلو ځلو نه خبر كړو۔ د پنجاب ګورنر د شورو په ورځ د پنجاب په سول سېكټرېټ هال كښئ د “کووډ – 19 مخنيوي ٬ تخفيف او كنټرول” په اړه غونډه كښې صدر ته بريفنګ وركړو ۔ ده بې وسه كورنيو ته زر ترزره د راشن او مالي مرستې په ضرورت هم زور رواړو۔ په دې موقع د پنجاب وزير اعلې سردار عثمان بزدار او نور لوړ پوري هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں