د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوی سره د اسلامی نظریاتی کونسل پلاوي ليدل

image

اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوی سره د اسلامی نظریاتی کونسل پلاوي ليدلې دي۔ د پلاوي مشري د اسلامی نظریاتی کونسل چیئرمین ډاکټر قبله ایاز کوله۔ ملاقات كښې د كرونا وبائی رنځ له امله په رامخې ته شوي صورتحال د خيالاتو څركندونه وشوه او د دې صورتحال مخنيوي لپاره علماء کرام بيل تجاویز وړاندې كړل۔ په دې موقع اولس ته خواست وكړې شو چې (نن) د جمعې په ورځ دوه ركعت صلاۃ التوبه لمونځ ادا كړي۔ علماء کرامو وګړو ته په خپلو كورونو كښې په مونځ كښې د لوي څښتن څخه د بخښنې غوښتلو خواست وكړو دغسې چې انسانیت د اوسنۍ تباهۍ څخه بچ كړې شي۔ په دې مهال د مذهبي چارو وفاقی وزیر پیر نور الحق قادری به (نن) د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې د جمعې خطبه وركوي او بخښنې لپاره به اجتماعی دعا کوي، په دې مهال به كم شمير وګړي ټول احتیاطی تدابیر باوري كولو سره ګډون كوي ۔ په دې موقع صدر په علماﺀ کرامو زور راوړو چې د کرونا وائرس څخه بچ كيدو په اړه وګړو كښې شعور بيدارولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ملاقات كښې وفاقی وزیر پیر نور الحق قادری، د نیشنل هیلتھ سروسز وزارت سيكټرې ډاكټر توقیر احمد قریشی، د كورنيو چارو وزارت سيكټرې یوسف نسیم کھوکھر او نور علماء کرام هم موجود وؤ

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں