د وفاقي حكومت لخوا د احساس كېش پروګرام ترسېوري لاندې سندھ كښې 15,73,159مستحقینو ته 18,87,80,28000 روپۍ وركړې شوې

image

اسلام آباد ۔ 21 اپرېل (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل وئيلي دي وفاقي حكومت د احساس كېش پروګرام ترسېوري لاندې په اولني پړاؤ كښې سندھ كښې 15 لكه، 73زره 159 مستحقینو ته 18 اربه 87 کروړه،80 لكه 28 زره روپۍ وركړي۔ د سندھ وزير اعلی سياسي پوائنټ سكورنګ كوي۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې زرتاج ګل ووئيل د پيپلز پارټۍ نمائندګان دا مني چې مونږ سندھ كښې د مستحقينو په ګوته كولو او هغوي ته د راشن رسولو كومه تګلاره نه لرؤ۔ دا كوم ډول حكمراني ده چې په نااهلۍ او ناسمه بيانونو كښې ډوبه ده۔ دې ووئيل د سركاري او اولسي خزانې څخه مستحقينو له د وېستلې شوو پېسو حساب وركول هر يو حكومت له لازمي دي۔ دې ووئيل د سندھ حكومت د سركاري مرستې په اړه متضاد بيانونه وركوي۔ دې ووئيل د پاكستان تحريك انصاف وفاقي حكومت لخوا د احساس كېش پروګرام ترسېوري لاندې سندھ كښې 15 لكه، 73 زره 159 مستحقینو له ټولې 18اربه 87 کروړه 80 لكه 28 زره روپۍ وركړې شوي او د هر يو وګړي ريكارډ موجود دے۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں