اسلام آباد 21 اپریل (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي پاکستان كښې کورونا وائرس په بشپړه ډول قابو كښې دے او د قامي يووالي د لارې به دې نړيوالې وباﺀ له ماتې وركولې شي، د نهې په روځ نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې حکومت د وګړو د ژوند بچ كولو لپاره هرممکن اقدامات کوي۔ مونږ به د كورونا په ضد جنګ كښې بريالې كيږو۔ ده ووئيل د لاك ډاؤن له امله د وګړو مرسته كولو ته حکومت پام لرنه كوي، ده ووئيل اوسني صورتحال كښې د مصنوعات جوړولو داسې یونټس به پرانستلې شي د كومو څيزونه چې په دکانونو كښې خرڅيږي۔ده ووئيل په دكاندارانو د قرض بوج زيات دے۔شیخ رشید احمد ووئيل كه د درزي دكان پرانستلې وي نو بايد دې لپاره د ټیکسټائل یونټس هم پرانستلې شي ځكه چې هغه به هم د مالي زيان څخه بچ شي۔ده ووئيل د پرمختلليو هيوادونو يوازنۍ مسئله کورونا ده دغسې پاکستان له به خپل معاشی استحکام سره سره نړيواله وبائي مسئله هم ختمول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل 34 ټرینونه تيار ولاړ دي خو په لاك ډاؤن كښې نرمۍ ته په انتظار يو