اسلام آباد ۔ 5 مئی (اے پی پی) د هند په بېلو برخو كښې د كورونا وائرس لاك ډاؤن د لاسه ګېر شوي پاكستانيان د نهې په ورځ د واهګه بارډر د لارې هېواد ته رارسېدلې ۔ نوې ډيلي كښې د پاكستان هائي كمېشن له مخې د کووېډ 19 وبائی رنځ د لاسه هند كښې د لاك ډاؤن او د اټاري واهګه بارډر بندېدو په نتيجه كښې دا پاكستانيان د تېرو څو اونيو نه په هندي رياستونو چھتیس ګړھ، ګجرات، هریانه، مدھیه پردېش، مهاراشټر، پنجاب، راجستھان، اترپردیش او مغربی بنګال كښې ايسار كړې شوې وو كوم چې د مقدسو ځايونو زياترت يا هلته درملنو له تللې وو۔ د پاکستان هائی کمېشن د دوي صبر ٬ زغم او تفاهم ستائلو سره ووئيل پاكستاني مشن د خارجه دفتر او اړوندو قامي اسټېك هولډرز په مرسته د دوي زر تر زره پاكستان ته راوستلو له ټولې ممكنه هڅې كړې ۔ پاکستانی مشن 25 ښارونو څخه د دې پاكستانيانو اټاري ته د منتقل كولو لپاره لاجسټكس آسانۍ وركړې۔ ده ووئيل 20 مارچ څخه تر دې دمه هند نه 243 پاکستانیان هېواد ته راوستلې شوي او مشن په دې لړ كښې په مرسته كولو د هند خارجه وزارت مننه كړې ۔ هائي كمېشن به هند كښې ګېرو شوو پاتې ټولو پاكستانيانو هېواد ته زر تر زره راوستلو له خپلې هڅې روانې ساتي۔ د هائي كمېشن وېنا ده په داسې وخت كښې چې مونږ د كورونا وائرس سره مخ يؤ هند كښې د ايسارو شوو پاكستانيانو تحفظ او د دوي زر او حفاظت سره هېواد ته بېرته راتلل زمونږ اولنۍ ترجيح ده