اسلام آباد ۔ 23 جون (اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان وئيلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان زمونږ اثاثه ده۔ دوي له په هره ممكنه څانګه كښې آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ د ترسيلات زر په بابله مراعاتي پېكج له دې زر تر زره حتمي شكل وركړے شي۔ ده د نهې په ورځ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ترسيلات زر په لړ كښې د مراعاتو وركولو په اړه د غونډې مشري كوله۔ غونډه كښې د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سیّد ذوالفقار عباس بخاری، خاص مرستيال شهباز ګل، د خزانې سېكرټري او نورو اعلی چارواكو ګډون كولو۔ د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر او ډپټي ګورنر د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون وكړو۔ غونډه كښې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا هېواد ته د رالېږلې كېدونكو ترسيلات زر موجوده صورتحال او په دې لړ كښې دوي ته د لا مراعاتو وركولو په وړاندېزونو غور وكړے شو۔ خاص مرستيال سیّد ذوالفقار عباس بخاری وزیرِاعظم ته ووئيل په تېرو 18 مياشتو كښې نزدې 10 لکه پاكستانيان بهر هېوادونو ته لېږلې شوي۔ ده ووئيل تېر كال مئي مياشت كښې ترسیلات زر 20.1 اربه ډالره وو او د كورونا څلورو مياشتو صورتحال باوجود سږ كال مئي كښې ترسیلات زر 20.5 ارب ډالره ريكارډ كړې شوي۔ وزيراعظم غونډې ته خطاب كښې ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان زمونږ اثاثه ده۔ ده ووئيل هېواد څخه بهر كار كوؤنكو له نه يوازې ترسيلات زر بلكې هره يوه ممكنه څانګه كښې آسانۍ وركولو ته حكومت تر ټولو اول پام لرنه كوي۔ وزیرِاعظم سپارښتنه وكړه چې بهر هېوادونو كښې د نوكرو موجوده موقعو او ماركيټ تر مخه د هنرمندانو او كاريګرو صلاحيتونو كښې زياتوالي او د دوي پېشه ورې تربيې پلو بايد خاص پام وګرځولے شي دغسې چې داسې صلاحيت لرونكو وګړو ته غوره موقعې ترلاسه شي۔ ده د خزانې صلاحكار او د سټېټ بېنك ګورنر ته هدايت وكړو چې د ترسیلات زر په اړه مراعاتي پېكج ته زر تر زره حتمي شكل وركړئ دغسې چی په دې پېكج زر تر زره عملدرآمد باوري كړے شي