د صدر ډاكټر عارف علوی د كشمير شهيدانو ورځې په موقع پیغام

image

اسلام آباد 13 جولائی (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي په نن ورځ 13جولائی 1931 د كشمير 22 كسان شهيدان شوي وؤ، هغه ورځ لرې نه ده چې د كشمیر د آزادۍ نمر به راوخيژي۔د ګل په ورځ د كشمير د شهيدانو ورځې په موقع خپل خاص پيغام كښې صدر ډاكټر عارف علوی ووئيل د ډوګره راج او اوس د هند غاصبانې قبضې په ضد د كشمیریانو هلو ځلو ته سلام وړاندې كوو۔ د كشمير د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي، هغه ورځ لري نه ده چې د كشمیر د آزادۍ نمر په څيره اوښي،مقبوضه كشمیر كښې نن هم كشمیريان د خپلواكۍ حق لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي۔ده ووئيل پاكستان به د كشمیريانو اخلاقی،سیاسی او سفارتی مرسته روانه روان ساتي،كشمیریان د تير كال 5 اګست راهسې د هندي عسكرو په محاصره كښې دي۔ده ووئيل د نړيوالې ورورولۍ په كشمیر كښې د هند په ظلمونو خاموشی د افسوس وړ ده،نړيواله ورورولي دې مقبوضه كشمیر كښې د هندي بربریت او بنیادی بشري حقونو خلاف ورزو مخ نيوي له كردار ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں