د حفاظتي سامان 11 م كېھپ ترسيل له مخې خېبر پختونخوا ته سامان ولېږلے شو

image

 

اسلام آباد ۔ 19 جولائی (اے پی پی) د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي لخوا صوبو ته طبي عملې لپاره د حفاظتي سامان 11 م كېھپ ترسيل له مخې خېبر پختونخوا ته سامان ولېږلے شو۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې كے پي كے ته د بېل ډول 1 لک 35 زر 364 فېس ماسک  ولېږلې شؤ كومو كښې چې اېن 95، کے اېن 95 او سرجیکل ماسک شامل دي۔ خېبرپختونخوا ته 62 زره 988 حفاظتی سوټ ٬ 79 زره 478 مېډیکل ګاؤن ٬ 1لک 4 زره 316  جوړې سرجيكل دستانې او 14 زره 866 سرجیکل کېپس هم وركړې شول۔ خېبر پختونخواه ته وركړې شوي سامان كښې 60 زره حفاظتی چشمې او 10 زره 914 فېس شیلډز هم شامل دي۔ دغسې 8 زره 695 شوز کور او 1628 پلاسټک بوټ هم سامان كښې ولېږلې شؤ۔ وياند وئيلي دي صوبو ته ډاكټريانو او طبي عملې له د حفاظتي سامان ترسيل روانه دے۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں