د هېلت سېكټر په سكيمونو به كار ګړندے كول وي۔ د روغتيا وزارت دې ترلاسه فنډز په فعاله او بشپړه توګه كارول باوري كړي

image

اسلام آباد ۔ 20 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د هېلت سېكټر په منظور شوو سكيمونو د كار رفتار به ګړندې كول وي دغسې چې وګړو ته طبي آسانۍ د دوي كورونو ته نزدې ترلاسه شي۔ د روغتيا وزارت دې د پي اېس ډي پي 21ـ2020ء د لارې ترلاسه فنډز په فعاله او بشپړه توګه كارول باوري كړي۔ د ګل په ورځ د ده په مشرۍ كښې د قامي روغتيا وزارت (منسټری آف نېشنل هېلتھ سروسز) ترسېوري لاندې د روانو پرمختيائي منصوبو جاج اخستو غونډه وشوه۔ غونډه كښې د وزيراعظم د سي ډي اے خاص مرستيال علي نواز خان ٬ د منصوبه بندۍ سېكرټري ، د روغتيا سېكرټري او اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د روغتيا وزارت لخوا وفاقي وزير ته د اسلام آباد کېپیټل هېلتھ سټرېټجی، د آئی سی ټی سيمه كښې د 200 كټونو روغتون جوړولو او د پولي كلينك روغتون پراختيا په اړه بريفنګ وركړے شو۔ اسد عمر د روغتيا سېكرټري ته په مياشتنيز بنياد د غونډې كولو هدايت وكړو دغسې چې د روغتيا څانګې پرمختيائي پورټ فوليو په وخت بشپړ كړے شي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں