د تحريك انصاف حكومت قبائلي سيمې (پخوانۍ فاټا) په قامي چوكاټ كښې د شاملولو عمل ته خاص اهميت وركړے۔ قبائلي اولس له د انصاف نظام ته رسنه آسانه كړې شوې او د لېويز او خاصه دار فورس 28 زره اهلكار پوليس كښې ضم كړې شوي

image
APP01-20 ISLAMABAD: July 20 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz addressing a press conference. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد ۔ 20 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز قبائلي سيمو (پخوانۍ فاټا) كښې د ټاكنو په يو كال ترسره كېدو قبائلي اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي د تحريك انصاف حكومت قبائلي سيمي (پخوانۍ فاټا) قامي چوكاټ كښې د شاملولو عمل ته خاص اهميت وركړے ۔ قبائلي اولس له د انصاف رسنه آسانه كړې شوې او د لېويز او خاصه دار فورس 28 زره اهلكار پوليس كښې ضم كړې شوي۔ فاټا سېكرټرېټ ختمولو سره د صوبائي حكومت دائره اختيا پراخه كړے شوے۔ د قبائلي ضلعو پرمختګ له به تر 10 كلونو هر كال 100 اربه روپۍ وركولې شي۔ فاټا كښې حالات د معمول له مخې كولو او د امن راوستو په شمول اولس ته د آسانيو وركولو 80 فیصده هدفونه سر كړے شوي۔ د قبائلي سيمو اولس او پوځ په بلها قربانيو وركولو د ترهګرۍ نوغې ويستلے دے۔ ده د ګل په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان لپاره قبائلي اولس نه هېرېدونكې قربانۍ وركړي۔وزيراعظم عمران خان قبائلي اولس سره د زړه نه مينه لري۔ د فاټا ضم كولو مقصد قبائلي اولس ته يو برابر حقونه وركول وو۔ ده ووئيل د انضمام نه وروستو په قبائلي سيمو كښې په لويه كچه پرمختيائي عمل پېل كړے شوے۔ قبائلي اولس له د انصاف وركولو نظام آسان كړے شوے۔ ده ووئيل اېن اېف سي ايوارډ څخه به 3 فيصده قبائلي ضلعو ته وركولې شي۔ ده ووئيل هيله لرو چې سندھ حكومت به په دې كښې خپله برخه واچوي۔ وفاقی وزیر ووئيل مستحقو وګړو ته د روغتيا آسانۍ وركولو له صحت انصاف كارډ جاري كړے شوے ۔ قبائلي ضلعو كښې د زده كړو څانګې پرمختګ ته هم خاص پاملرنه كوي او د وسائلو څخه محرومو طالبعلمانو ته تعليم وركولو لپاره هم ګامونه پورته كړې شوي۔ وفاقي وزير ووئيل د فرېقېنو په مشاورت قبائلي ضلعو كښې مائننګ اېكټ نافذ كړے شوے۔ قبائلي اولس ته صوبائي اسمبلۍ سره سره قومي اسمبلۍ كښې هم نمائندګي ترلاسه ده او سيمه كښې د بلدياتي نظام سره به مسئلې په ځائي كچه حل شي۔ ده ووئېل قبائلی ضلعې د هېواد پرمختګ كړو سيمو سره برابرول دي۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل د پخواني نظام نه ګټه پورته كوؤنكي د اصلاحاتو عمل مخالفت كوي۔ قبائلي ضلعو كښې د امن په راوستلو كښې ځائي وګړي او پاك پوځ مهم كردار لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د خېبر پختونخوا زياتې سيمې افغان پولې سره تړلې دي له دې كبله د دې سيمو امنيت ټينګ كړے شوے

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں