اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) په هېواد كښې د پشكال موسم د كال 2020م د ونو نالولو كمپائن پېل شوے، وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په كهوټه كښې د بوټې نالولو سره د ونو د نالولو د كمپائن پرانسته وكړه. د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار ملك امين اسلم او دوهمه وزيره زرتاج ګل هم په دې موقع موجود وه. د وزيراعظم صلاحكار ملك امين اسلم وئيلي دي د 10 بلين ټري سونامي پروژې له مخې به سږ كال 20 كروړه بوټي نالولې شي. دا پروژه به نه يوازې د قدرتي ماحول تحفظ او پرمختګ لپاره ګټوره وګرځي بلكې ځوانانو له به د روزګار موقعې وركولو له هم مرستياله وي. ده ووئيل د وزيراعظم د كورونا ريليف ټائيګر فورس رضاكار به په بېلا بېلو ضلعو كښې د ونو په نالولو كښې مرسته كوي