د يو اېن سي اېچ آر د كووېډ ـ19 لاك ډاؤن د لاسه ځپلې شويو رجسټرد افغان كډوالو لپاره د احساس اېمرجسني كېش پروګرام په ډول د مالي مرستې پروګرام ٬ د رجسټرد افغان كډوالو 6 زره 8 سوه نه زياتو كورنيو ترمينځه د مرستې رقم ووېشلې شو

image

 

اسلام آباد ۔ 19 جولائی (اے پی پی) يو اېن سي اېچ آر د پاكستان پوسټ په مرسته د كووېډ ـ19 لاك ډاؤن د لاسه ځپلې شويو رجسټرد افغان كډوالو لپاره د احساس اېمرجسني كېش پروګرام په ډول د مالي مرستې پروګرام روان ساتلې دې او په دې لړ كښی په څلورو واړو صوبو او اسلام آباد  كښې  د رجسټرد افغان كډوالو 6 زره 8 سوه نه زياتو كورنيو ترمينځه د مرستې رقم ووېشلې شو۔ د اتوار په ورځ د يو اېن اېچ سي آر وياند قېصر خان اے پي پي ته ووئيل د پاكستان حكومت سفېران وزارت او خارجه وزارت په مرسته پاكستان كښې مېشته رجسټرډ افغان كډوالو كوم چې د كووېډ -19 د لاسه سخت ځپلې شوي دي ته د يو اېن اېچ سي آر او پاكستان پوسټ په مرسته د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركوي او تر دې دمه د افغان كډوالو رجسټرډ 6 زره 8 سوه نه زياتو كورنيو ته د مرستې رقم د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركړې شوي دي۔

مضمون کا ماخذ : apostas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں