پېښور 22 جولائي (اے پي پي) صوبائي ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ ﴿پي ډي اېم اے﴾ د خېبر پښتونخوا د شمالي وزيرستان ځپليو لپاره د مالي مرستې په مد كښې 18 كروړه 45 لكه روپې جاري كړې كومې به چې د شمالي وزيرستان هغه تصديق شوي ځپلي د سم د لارې په راتلونكو دوو درېو ورځو كښې ترلاسه كړے شي كوم چې لا تر اوسه خپلو سيمو ته نه دي ستانه شوي. د پي ډي اېم اے وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې دا پېسې به د شمالي وزيرستان 15 زره 229 ځپليو كورنيو ته د يوې كورنۍ په سر د 12 زره روپو په حساب سره وركولے شي. وياند ووئيل دا د جاري پېسو تراوسه 71 قسط دے كوم چې د جون مياشتې لپاره وركولے شي. په دې موقع د پي ډي اېم اے ډائرېكټر جنرل وئيلي دي د شمالي وزيرستان د ځپليو ستونزې كمولو لپاره دوي سره دا مرسته كېږي. ده ووئيل ځپليو ته هره مياشت راشن هم وركړے كېږي