د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار ټی وی پروګرام كښې خبرې

image

اسلام آباد 21 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي د ټائیګر فورس رضاكارو د كورونا وائرس بيړني صورتحال په مهال په قمي جذبه ځانګرې خذمات تر سره كړي، حكومت هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كولو له د لوي آختر نه پس د ’’ټائیګر فورس ډے‘‘ لمانځلو پريكړه كړې ده۔ د نهې په ورځ نجی ټی وی چینل پروګرام كښې ده ووئيل وزیراعظم عمران خان په دې سخت وخت كښې د انسانیت خذمت لپاره ټائیګر فورس جوړ كړے ؤ خو اپوزیشن ګوندونه تر دې دمه په هغې تنقید كوي۔ده ووئېل ټائیګر فورس د سیاست سره كوم تعلق نه لري، كوم هم پاكستانے وګړے په دې سخت وخت كښې د دې فورس برخه په جورېدو د قام خذمت كولے شي۔ عثمان ډار په اپوزیشن ګوندونو زور راوړو چې په هر كار كښې د عیب لټولو په ځاې د وباﺀ په ضد جنګ كښې حكومت سره په ګډه كردار ترسره كړې ۔ ده د وباء په ضد جنګ كښې د ټائیګر فورس سرګرم كردار او جذبات ستائلو سره ووئيل د دې وباﺀ نه پس به هم دغه فورس ټول هيواد كښې د بوټو نالولو كمپائن كښې برخه اخلي

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں