اسلام آباد 23 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې غاړه پاكستانيانو خاص مرستيال سیّد ذوالفقار بخاری متحدہ عرب امارات وزیر نصیر بن الثانی سره ليدلې دي۔ یو اے ای وزیر د زلفی بخاری تود هركلے وكړو۔ د ملاقات په مهال یو اے ای كښې ميشته پاکستانیانو ته په پيښو ستونزو مشاورت او بې روزګاره پاکستانو خوارې كښو له بيا د روزګار وركولو په اړه تفصیلی خبرې وشوې ۔ ملاقات كښې د پاکستانو مزدورانو په محفوظ ډول هيواد ته په راستنولو هم د خيالاتو څركندونه وشوه۔ دغسې متحدہ عرب امارات وزیر بې روزګاره پاکستانیانو په معامله د بشپړه مرستې باور وركړو او د دواړه هيوادونو ترمينځه بین الوزارتی اړيكو لا قوي كولو ته صلاح راغله۔ د ملاقات په مهال زلفی بخاری پاکستان سره په مرسته كولو د یواے ای وزیر مننه وكړه۔ نصیر بن ثانی ووئيل پاکستان ورور هيواد دے ، دوه اړخيزه اړيكې به لا قوي كولے شي