د پارلماني سېكرټرې مليكه علي بخاري قومي اسمبلۍ كښې ځواب

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) پارلماني سېكرټرې مليكه علي بخاري وئيلي دي ماډل كورټونه هائي كورټس جوړولے شي، د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنې دمې په مهال د طاهره اورنګزېب د پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل د ماډل كورټس په اړه معلومات لپاره د سترې محكمې رجسټرار او فېډرل جوډيشل اكېډمۍ ته خط لېكلے شوے. نېشنل پاليسي ډويژن د ماډل كورټس جوړولو منظوري وركړې وه او د قواعدو له مخې هائي كورټس ماډل كورټونه جوړولے شي. د مفتي عبدالشكور د پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل پخوانې فاټا كښې د عدالتونو جوړولو په اړه دې جلا پوښتنه وكړے شي. د طاهره اورنګزېب د پوښتنې په ځواب كښې مليكه بخاري ووئيل ارزان او فوري انصاف د تحريك انصاف د منشور مهمه برخه ده، مونږ د عدل داسې نظام غواړو چرته چې په امير او غريب كښې فرق نه وي. د محمد جمالدين د پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل بې ګناه كسان په زندانونو كښې ساتل زمونږ پاليسي نه ده.

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں