د مودي سركار توسيع پسندانه او په كركه اډانه ګامونو د ټولې سيمې امن او سلامتيا خطر سره مخ كړې

image

اسلام آباد ۔ 5 اګست (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري مقبوضه كشمير كښې د كشميريانو په ضد د هند غېر قانوني ګامونو او د ظلم زياتي په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي د كشمير پوځي محاصرې سره د كشميري اولس د آزادۍ تحريك له مينځه وړلے كېدے نه شي۔ د كشمير د آبادۍ ډھانچه بدلولو له د هند پورته كړو غېر قانوني ګامونو ته بايد نړۍ پام وكړي۔ د شورؤ په ورځ د استحصال ورځې په موقع خپلو جلا جلا پېغامونو كښې دوي ووئيل هند به د پوځي محاصرې د لارې د مقبوضه جموں وكشمير اولس د آزادۍ تحريك كېښنولو كښې چرته هم كامياب نه شي۔ دوي ووئيل د هېواد ټول سياسي ګوندونه د كشمير په مسئله متفق دي۔ ټول سياسي ګوندونه او پارلېمنټ د هند د 5 م اګست غېر قانوني او يو اړخيزه ګام غندنه كوي۔ سپيكر اسد قیصر ووئيل د هند حكومت د هندي آئين نه د آرټیکل 35۔A او 370 ختمولو غېر قانوني اقدام باوجود د كشميريانو د آزادۍ تحريك كمزورے كولو كښې ناكامه راغلے۔ ده ووئيل پاكستان به د كشمير مسئلې د كشميري اولس د خوښې او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې تر حل كېدو د كشميري اولس ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئېل پاكستانے حكومت او پارلېمنټ به په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو په كشميري اولس د روان ظلم او زياتي په ضد غږ پورته كوي۔ ده ووئيل هندي حكومت د ملګرو ملتونو خلاف ورزي كولو سره د كشمير هند سره د الحاق غېر قانوني ګام پورته كړے۔ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري ووئيل مقبوضه کشمیر يو نیوکلیئر فلېش پوائنټ دے ، د مودی سرکار لخوا د آرټیکلز 35۔A او 370 ختمول د كشميري اولس په حق ډاكه اچول دي۔ په آئی آئی او جے کے كښې د ډومیسائل نوے قانون د كشميري اولس د استحصال هڅه ده۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې مقبوضه كشمير كښې د هند ځواكونو د لارې د بشري حقونو روانو خلاف ورزو په سختۍ سره نوټس واخلي۔ نړيواله ورورلي دې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو ختمولو او د كشمير مسئلې منصفانه حل له خپل بنيادي كردار ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں