د وزيراعظم عمران خان د پالېسو په شا د سوچ محور د غريب او وروستو پاتې طبقې خېر ښېګړه ده، د تېر وخت واكمنو ذاتي ګټې او اشرافيه لپاره پالېسې جوړې كړې دي او غريب طبقه تل نظرانداز كړې شوې

image
APP42-12 ISLAMABAD: August 12 – Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz addressing a press conference at Press Information Department. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د پالېسو په شا د سوچ محور د غريب او وروستو پاتې طبقې خېر ښېګړه ده، د تېر وخت واكمنو ذاتي ګټې او اشرافيه لپاره پالېسې جوړې كړې دي او غريب طبقه تل نظرانداز كړې شوې، اوس داسې لائحه عمل جوړولې شي چې د حكومتي سبسډې څخه يوازې غريب استفاده وكړې شي، د پاكستان تحريك انصاف حكومت په لويو چېلنجونو تر خاص حد قابو موندلې، وزيراعظم د ګرانې جاج اخستلو لپاره د صوبائي چارواكو څخه بريفنګ اخلي، د ګني كرشنګ په وخت پېل كولو لپاره د صوبائي حكومتونو په مرسته نوې قانون جوړولې شي چې له مخې به ئې په كرشنګ كښې تاخير كوونكي شوګر ملونه هره ورځ 50 لكه روپې جرمانه كولې شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په پي آئي ډي كښې د وزيراعظم په مشرې كښې د ګرانې او د ورځني څيزونو د بېعو د جاج اخستنې غونډې نه پس مېډيا ته د بريفنګ په مهال وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې د الله تعالٰي په مرسته د كووېډ -19 صورتحال سره هم په لويو چېلنجونو تر كافي حده قابو موندل شوې. اوس به حكومت ټول پام د غريب اولس خېر ښېګړې ته كوي. ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د ګرانې جاج اخستنې غونډې په مهال د 17 څيزونو د بېعو جاج اخستل شوے. د ووړو د بېعې په اړه غونډې ته ووئيل شول چې په خېبر پښتونخوا كښې د 20 كلو بوجې بېعه د 900 نه تر 1150 روپې، په پنجاب كښې 860 روپې او په سندھ او خاص توګه كراچې كښې د 1400 نه تر 1600 روپې ده. په سندھ كښې د دې د ګرانې وجه د صوبائي حكومت لخوا غنم نه جاري كول دي. وفاقي وزير ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د پالېسو په شا د سوچ محور د غريب او وروستو پاتې طبقې خېر ښېګړه ده، د تېر وخت واكمنو ذاتي ګټې او اشرافيه لپاره پالېسې جوړې كړې دي او غريب طبقه تل نظرانداز كړې شوې، اوس داسې لائحه عمل جوړولې شي چې د حكومتي سبسډې څخه يوازې غريب استفاده وكړې شي، د پاكستان تحريك انصاف حكومت په لويو چېلنجونو تر خاص حد قابو موندلې، وزيراعظم د ګرانې جاج اخستلو لپاره د صوبائي چارواكو څخه بريفنګ اخلي، د ګني كرشنګ په وخت پېل كولو لپاره د صوبائي حكومتونو په مرسته نوې قانون جوړولې شي چې له مخې به ئې په كرشنګ كښې تاخير كوونكي شوګر ملونه هره ورځ 50 لكه روپې جرمانه كولې شي

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں