اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان به نن د “احساس نشونما پروګرام”د زيارت په ورځ باقاعده پرانسته كوي٬په دې لړ كښې به وزيراعظم٬خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر٬د خېبرپښتونخوا قبائلي ضلعې خېبر كښې د جوړ نشونما مركز دوره كوي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې احساس نشونما د هېواد په تاريخ كښې د سټنټنګ مخ نيوي وړومبې حكومتي پروګرام دے او په تېر وخت كښې كوم حكومت دې مسئلې ته پام لرنه نه ده كړې٬په پاكستان كښې په ماشومانو كښې د سټنټنګ مسئله عمر له د وجوهاتو په بنا موجود وي ۔د پروګرام تفصيلات په حقله وئېلي شوي٬د درې كلن نشونما پروګرام بجټ 8.52 ارب روپۍ اېښودلے شوے٬د پروګرام ترمخه به مېرمنو او ماشومانو له د غذا وركولو سره سره درې مياشتنيزه د نشونما وظيفه هم وركولې شي٬د پروګرام ترمخه به د جينكو لپاره دوه زره روپۍ درې مياشتنيزه وظيفه او د هلكانو لپاره 1500 روپۍ درې مياشتينزه وظيفه وركولې شي٬په وړومبي پړاؤ كښې به د نشونما پروګرام ترمخه د هېواد په 9 ضلعو كښې 33 مركزونه جوړولې شي چې پكښې خېبر ضلع٬اپر دير٬باغ٬غذر٬هنزه٬خارمنګ٬خاران٬بدين او راجن پور شاملې دي۔د دې ضلعو نشاندهي د هائي سټنټنګ رېټ په بنياد شوې۔د اګست تر آخر به د وړومبي پراؤ ټول 33 نشونما مركزونه جوړولې شي۔دوه كاله څخه كم عمره ماشومانو٬د حامله مېرمنو او د پائيو وركوونكو مائيندو لپاره د غذائي كمي له امله احساس نشونما پروګرام پېل شوے۔احساس نشونما پروګرام كښې احساس ته د خوراك نړيوالې ادارې مرسته ترلاسه ده۔ پنجاب كښې په راجن پور ضلع كښې به هم څلور د نشونما مركزونه جوړولے شي٬په بلوچستان صوبه كښې خاران ضلع كښې به درې مركزونه جوړولے شي٬آزاد كشمير كښې په باغ ضلع كښې به درې مركزونه جوړولې شي٬په ګلګت بلتستان كښې به 8 مركزونه جوړولې شي۔د پروګرام ترمخه درې مياشتنيزه وظيفې وركولو لپاره ټولو نشونما مركزونو كښې د اے ټي اېم مشينونه لګولے شي۔