ګلګت بلتستان كښې د ګليشيئرز محفوظولو او د دغې ويلې كېدو او په تباه كېدو قابو موندلو لپاره حكومت ګامونه پورته كوي

image

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي ګلګت بلتستان كښې د ګليشيئرز محفوظولو او د دې په ويلې كېدو او تباه كېدو قابو موندلو لپاره حكومت بشپړه ګامونه پورته كوي۔ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د ګل په ورځ د جاري اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ملك امين اسلم د ګلګت بلتستان په شګر سيمه كښې د موسمياتي بدلون وزارت او د ملګرو ملتونو پرمختيائي پروګرام د ذيلي ادارې مشتركه ګلاف پراجېكټ تر سېوري لاندې د مرستې سامان تقسيم په اړه دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع اړوند چارواكي هم موجود وو۔ ده ووېيل د وزيراعظم د خاص امر په رڼا كښې د ګلګت بلتستان اړوندې ادارې زياتې فعاله دي۔ ده ووئيل دا مهال پاکستان كښې درې زره نه زيات ګليشيئرز موجود دي ٬ موسمياتي بدلون څخه د دې ويلې كېدو عمل پېل كېږي چې ورسره ځائي آبادۍ ته هم خطرات رامخې ته دي۔ ده ووئېل د ګګلت بلتستان حکومت ته وسائل وركولو كښې به بې غوري نه كوٶ او نن په دې لړ كښې د ګلګلت بکتستان ګلاف ii پراجيکټ له مخې ځائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ ته د سامان لومړي كهېپ GBDMA چارواكو ته سپارلے كړے شوے چې مقصد ئې د ګليشيئرز خپرېدو او ويلي كېدو چې د كومو زيانونو اندېښنه وي ھغه كمول دي۔ د پروګرام په پائي كښې ملك اسلم د مرستې لومړۍ كهېپ د ګلګت بلتستان ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ ډائريکټر جنرل ولي خان ته وسپارلو۔

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں