اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پاكستان په ګوټ ګوټ كښې پراته د سېلګرې ښكلي ځايونه او د هېواد سېلګرې استعداد په مكمل توګه په كار راوستلو لپاره لويه پرېكړه كړې چې تر مخه به ئې د سېلګرې په اړه د حكومت ترجيحات په ډاګه كولو سره د د سېلګرې د لوړې كچې نېشنل كوآرډينېشن كمېټي تشكيل كړي . د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې په كمېټې كښې به د وزيراعظم د سمندرې پورې پاكستانيان او د انساني وسيلو د پرمختګ خاص مرستيال د كنوينئر په توګه شامل وي. په نور غړو كښې به د صنعت او پېداوار وزارت، د كورنيو چارو وزارت، د دفاع وزارت، د مواصلات وزارت، د هوابازې وزارت، د مذهبي چارو وزارت او د ماحولياتي بدلون وزارت سېكرټري صاحبان يا د دوي استازي كوم چې د ګرېډ 21 نه كم نه وي، چيف سېكرټريز يا اېډيشنل چيف سېكرټري، د متروكه املاك بورډ چيئرمېن، د سټېټ باېك ډپټي ګورنر، د پاكستان ټوارزم ډوېلپمنټ كارپورېشن منېجنګ ډائرېكټر شامل وي. كنوينئر به د سركاري يا نجي څانګې څخه كوم هم كس په كمېټې كښې د شاملولو مجاز وي. د وفاقي او صوبائي استازو پشمول د كمېټې په ذمه وارو كښې به په نېشنل ټوارزم ستراتېژې د عملدرآمد جاج اخستل، په صوبائي يا سيمه ايزه كچه بېلا بېل اقدامات نېشنل ستراتېژې او اېكشن پلان سره هم آهنګ كول دي. كمېټي به د سېلګرې په اړه د وزيراعظم په هدايات عمل درآمد او په دې اړه د پرمختګ جاج اخلي. د ملكي سېل ځايونو د جيو مېپنګ، د سېلګرې اسانيو، پراډكټس او د سروسز جاج اخستل به هم د كمېټې په دائره كار كښې شامل وي. كمېټي به د سېلګرې په وده كښې خنډان لرې كولو لپاره د وړاندېزونه او د هدايات وركولو مجازه وي، د كمېټې غونډه به هر پنځلس ورځې پس باقاعدګۍ كېږي. كمېټي به د نورو اړوندو چارو جاج هم اخلي. ځائي سېلګرې ته وده وركولو لپاره د حكمت عملې تيارولو ذمه واري هم كمېټې ته وركړې شوې. كمېټي به د سېلګرې په اړه د افرادي قوت صلاحيتونه زياتولو لپاره اقدامات تجويز كوي. كمېټي به د بين الصوبائي، بين الوزارتي، د محكمو او ادارو د مرستې په اړه د فوكل پوائنټ كردار ترسره كوي. د كمېټې كنونيئر به هر پنځلس ورځې پس وزيراعظم ته بريفنګ هم وركوي