د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د پخوانو خارجه سېكرټريانو مشاورتي غونډې ته خطاب

image

اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سېكولر هندوستان پلويان د هند هندوتوا پالېسو د لاسه نن احتجاج كوي۔ د سعودی عربستان نائب خارجه وزير عادل الجبېر د فلسطين په اړه بيان خوشبينه دے كوم چې ټولې ډنډورې ختمې كړي۔ ده د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې د پخواني سېكرټريانو مشاورتي غونډې ته خطاب كولو۔ غونډه كښې مقبوضه كشمير كښې په روان هندي جارحيت ٬ افغان امن عمل او منطقه كښې د امن په وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل د هندي غېر قانوني مقبوضه كشمير تش لاسې اولس د تېر يو كال نه بدترينه كرفيو سره مخ دے۔ ده ووئيل هند د خپل داخلي اړي ګړي نه پام بل پلو ګرځولو له د اېل او سي پرله پسې خلاف ورزۍ كولو سره بې ګناه وګړي په نښه كوي۔ خارجه وزير غونډه كښې ګډون كوؤنكي افغان طالبانو سره د خپل ملاقات او افغان امن عمل په حقله تر دې دمه شوي پېشرفت نه هم خبر كړل۔ غونډه كښی د متحده عرب امارات او اسرائيل ترمينځھ په شوې لوظنامه او د منځني ختيز په وضعه هم خبرې شوي ۔ خارجه وزير ووئيل د سعودی عربستان نائب خارجه وزير عادل الجبېر د فلسطين په اړه بيان خوشبينه دے كوم چې ټولې ډنډورې ختمې كړي۔ خارجه وزير غونډې ته د خپلې چين دورې او خپل چيني همڅنګ سره د شوي ملاقات په اړه هم ووئيل۔ ده ووئيل پاكستان به د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې امن او استحكام په ځائې كولو له خپل مخلصانه كردار روان ساتي۔ پخوانو خارجه سېكرټريانو افغان امن عمل لپاره د پاكستان د مصالحانه هڅو او د چين په كاميابه دوره كولو خارجه وزير ته مباركي وركړه۔ غونډه كښې په دې خبره صلاح راغله چې د خارجه پالېسۍ په چارو به مشاورت دغسې روان ساتلے شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں