اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې بلاول بھټو او د سندھ حكومت د كراچې پېكج په اړه حقائق سم نه وړاندې كوي٬ د كراچې پېكج له مخې د ټولو پروژو سرپرستي به وفاقي حكومت كوي٬ 611 اربه روپې به وفاق ادا كوي٬ نور فنډ د صوبائي حكومت په ذمه دے٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ مشران د نېب په وړاندې غلي وي او بهر دروغ وئيلو سره د اولس ګمراه كولو هڅې كوي٬ خپل اكاؤنټس ډكوونكي اولس د ووټ په طاقت رد كړي دي٬ د اېف اے ټي اېف په اړه د قانون سازې نه هغه خلق پرېشان دي كومو چې په پاكستان كښې د مني لانډرنګ بنياد ايښې٬ د اېن آر او كوم خاص شكل نه وي٬ بلكې دا داسې يو ريليف وي چې پكښې شخصيات د قانون نه بالاتر ګڼلې شي٬ اپوزيشن ته د اېن آر وركولو نه بهتره ده چې د ټول هېواد زندانونه پرانستل شي٬ وړوكي جرائم كوونكي دې هم داسې آزاد كړے شي لكه څنګه آزادي چې اپوزيشن غواړي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكرې۔ وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل چې په دې خبره نه پوهېږو چې بلاول بهټو ته مرستيالان غلط معلومات وركوي يا هغه په خپله غواړي چې حقائق داسې وران وړاندې كولو سره كنفيوژن خپرول بهتر دي۔ ده ووئيل چې تېره ورځ يو پرائيوېټ ټي وي چېنل مسلم ليګ ن سره په تعلق لرونكي پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سخت تورونه لګولي دي او د هغه په اړه ئې مصدقه دستاوېزات او شواهد هم وړاندے كړي دي او نن نېب هم د دې كېس په اړه شاهد خاقان عباسي طلب كولو سره د هغه نه پوښتنې كړې دي۔ ده ووئيل چې هره ورځ د ن ليګ د مشرانو كارنامې اورېدل كېږي۔ دې خلقو د كرپشن د هرې يوې طريقې او ځائ كارولو نه ډډه نه ده كړې۔ ده ووئيل چې د ن ليګ مشران دومره باور سره دروغ وائي چې دوي خپله هم باور وكړي چې زمونږ دروغ وچلېدل۔ ده ووئيل چې د كراچې اولس د وزيراعظم د كراچې پېكج نه خبروو۔ وزيراعظم قومي سوچ سره د سندھ پرمختګ او خوشحالې لپاره كار كوي٬ د يو كهرب روپو په دې پېكج كښې د وفاق او صوبائي حكومت برخه ده٬ د پروژو عملي كولو په اړه د مېكانزم پرېكړه هم شوې وه چې له مخې ئې دا پروژې يو نه تر درې كاله كښې ترسره كول دي۔ وفاقي وزير ووئيل چې وفاقي حكومت به د ګرېټر كراچې واټر سپلائي پروژې لپاره 146 اربه روپې٬ د كراچې سركلر رېلوے لپاره 300 اربه روپې٬ د رېلوے فرېټ ټرېن پروژې لپاره 31 اربه روپې٬ ګرين لائن بي آر ټي لپاره 5 اربه روپې٬ د دې پروژو په مهال د بې دخل شويو آبادكارې لپاره 254 اربه روپې وركوي او نور فنډ به صوبائي حكومت ادا كوي۔ دې سره به دا پروژې د يو كال نه تر درې كاله موده كښې ترسره شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې وفاقي حكومت هڅه كوي چې د سندھ حكومت سره په كوم هم پړاؤ كښې محاذ آرائي ونه شي كومې سره چې د صوبې په پرمختګ آغېز وشي