پاكستان كښې اقلیتی ورورلۍ ته برابر حقونه ترلاسه دي، حكومت د اقلیتونو د حقونو تحفظ لپاره چمتو دے، هند كښې اقلیتونه د ریاستی ترهه ګرۍ سره مخ دي، د صدر مملكت ډاكټر عارف علوی د اقلیتی ورورولۍ پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوی سره د پخواني پارلمانی سیكرټری خلیل جارج په مشرۍ كښې د اقلیتی ورورولۍ پلاوي د ګل په ورځ ليدلي دي۔ ملاقات كښې خلیل جارج، سردار رنجیت سنګھ، ولسن وزیر او د اقلیتی ورورولۍ نور غړي شریك ؤ۔په دې موقع صدر مملكت ووئيل پاكستان كښې اقلیتی ورورولۍ ته برابر حقونه ترلاسه دي، حكومت د اقلیتونو د حقونو تحفظ لپاره چمتو دې۔ ده ووئيل هند كښې اقلیتونه د ریاستی ترهه ګرۍ سره مخ دي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې خلیل جارج ووئيل اقلیتی ورورولۍ په هر فورم د اقلیتونو په ضد د هند امنيتي ځواكونو طلمونه رامخې ته كړي دغسې چې د هند اصلي څېره په ډاګه شي۔ سردار رنجیت سنګھ ووئيل د كرتارپور راهداری په پرانستلو سكھ ورورولي د پاكستان حكومت مننه كوي

مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں