اسلام آباد ۔ 15 ستمبر (اے پی پی) وفاقي كابينې سېنېټ ٬ قومي او د صوبائي اسمبليو ټاكلې شويو غړو سوګند پورته كولو له 60 نه تر 90 ورځو مودې ټاكلو له الېكټورل اېكټ كښې د بدلون ٬ د مشكوك لائسنسونو لرونكو 22 نورو پائيلوټانو لائسنس منسوخ كولو٬ د اېنټی ملیریئل ډرګ او حفاظتی لباس برآمد كولو ، د انفلوئنزا او کېنسر په شمول د ژوند بېلو بچ كوؤنكو بېلو 250 دوايانو ریټېل پرائسنګ او بېلو تقررو منظوري وركړې ده۔ وفاقي كابينې د ماډل زندان جوړولو له په ګرين اېرياز د زندان دېوال او ودانۍ په جوړولو سخته اندېښنه ښكاره كولو سره هدايت كړے چې دغه ودانۍ دې په سمدستي توګه ړنګې كړې شي او ګرين اېرياز دې بحال كړې شي۔ په ګرين اېرياز د تجاوزاتو ذمه وار دې په ګوته كړې شوي او پرضد دے كارروائي عملي كړې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د اوسنيو بارانونو په نتيجه كښې د ځپلې شويو مستحقو كورنيو دې د احساس پروګرام د لارې مرسته وكړې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه وروسته ميډيا ته بريفنګ كښې ووئيل کابینې د نېشنل ډیزاسټر رسک مېنجمنټ فنډ چیف اېګزېکټو آفیسر عهدې ذمه وارۍ په عارضي توګه د ماحولياتي بدلون سېكرټري ته د وركولو منظوري وركړه۔ كابينې د ايئر كموډور فېصل اياز صديقي او ایئر کموډور محمد عدنان صدیقی پاکستان ایئر ناټیکل کمپلېکس بورډ کامرہ كښې د ممبر کمرشل او ممبر ټیکنیکل تعینات كولو منظوري وركړه۔ کابینې سول سروسز اکېډمی د خپلواكه ادارې جوړولو حوالې سره د مجوزہ بل ”سول سروسز اکېډمی بل 2020ﺀ” منظوری وركړه۔ کابینې د ډسټرکټ اېنډ سېشن جج رجب علی د جج سپېشل کورټ (سنټرل) پشاور تعینات كولو هم منظوري وركړه۔ کابینې د پارلماني غړو د سوګند پورته كولو مودې ټاكلو حوالې سره په الېكشن قانون كښې د بدلون منظوري وركړه۔ كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 2 ستمبر 2020ء غونډه كښې د كړو پرېكړو توثيق وكړو۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د اوسنيو بارانونو په نتيجه كښې د ځپلې شويو كورنيو مرسته دې د احساس پروګرام د لارې وكړې شي۔ غونډه كښې د سركاري ادارې كابينه كمېټۍ (Cabinet Committee on State-owned Enterprise) د 24 جون2020ء او 31 اګست 2020ء پرېكړو توثيق وكړې شو۔ ایجنډا نمبر 15 مؤخر كړې شوه۔ کابینې د انفارمېشن اېنډ کمیونېکېش ټیکنالوجی څانګه كښې د وزارتِ انفارمیشن ټېکنالوجی اېنډ کمیونیکېشن او د چین منسټری آف انډسټری اېنډ انفارمېشن ټېکنالوجی ترمينځھ د مفاهمت يادښت لاس ليك كېدو منظوري وركړه۔ وفاقي وزير ووئيل د حكومت د كاميابې حكمت عملۍ نه وروسته 25 لكه كوچنيان يو وارې بيا سكولونو ته روان شوي دي۔ مور پلار او استاذان دې په اېس او پيز عملدرآمد باوري كړي۔ ده ووئيل د كراچي الېكټرك مسئله دا ده چې كراچۍ ته څخه پېسې دپاسه په څلور روپۍ يونټ ترلاسه كېدو او باقي بوج پورته كولو۔ لائن لاسسز هم وو۔ ددې وجوهات و تفصيلات معلومولو له وفاقي كابينې دا آئټم يوې اونۍ له ځنډولې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وزيراعظم ښكاره هدايات دي چې د ملازمت موده ترسره كوؤنكو ته دې په وخت پنشن وركړے شي۔ د موټروے پېښې په اړه ده ووئيل داسې پېښې د افسوس وړ دي۔ټول قام خفګان او غصې سره مخ دے۔ وخت راغلې چې دداسې پېښو مخنيوي له فوري قانون سازي وكړې شي۔ ده ووئيل 2013 كښې دې پېښه كښې ككړ تن مور او لور سره زياتې كړې وو۔ شهباز شريف دې ووائي په كال 2013 كښې دده په ضد كارروائي ولې شوې نه وه ګه كه دے سزا شوے وو نو دا پېښه به نه رامخې ته كېده۔ ده ووئيل د نواز شريف په اړه د عدالت پرېكړه راغلې ده۔ كه لږ هم د عدالت احترام لري نو دې بايد بېرته راشي۔ ماضي ګواه ده چې كله دوئي اقتدار كښې وي نو اثاثې ئې بهر وي او كله چې اقتدار نه بهر وي نو خپله هم بهر وي۔ د شريف كورنۍ نور كسان هم هېواد څخه د بهر تلو چكر كښې دي۔