اسلام آباد ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان سره د ټي چېنلز ډائرېكټر نيوز ملاقات وكړو۔ زما په نزد دا ملاقات د تېرو دوه كلونو تر ټولو غوره رسنيزه غونډه وه۔ د خالي په ورځ يو ټويټ كښې ده ووئيل د ملاقات په مهال د ډائرېكټر نيوز صاحبانو لخوا سختې پوښتنې وشوې ولې اعتماد او درنښت په ځائې وساتلے شو۔ زما په خيال زمونږ اېنكر ملګري دوئي نه زده كړه وكړي۔