image

اسلام آباد ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) وفاقي پلازمينه كښې به د كټ شوې شونډې او تالو ناروغانو لپاره یو ځانګړی روغتون ډیر زر جوړ كړے شي۔ د اسلام آباد كټ شوې شونډې او تالو اېسوسي اېشن (آئی سی اېل پی اے) روغتون جوړولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ د اېسوسي اېشن وېنا ده چې روغتون كښې به بې وزله رنځورانو ته د درملنو وېړيا آسانۍ وركولې شي۔ د اېسوسی اېشن صدر اېم آفتاب د روغتون په اړه ميډيا سره خبرو كښې ووئيل روغتون كښې به د كوچنيانو د نورو رنځونو د درملنو آسانۍ هم موجود وي۔ ده ووئيل آئی سی اېل پی اے د رضاكارانو يوه ډله ده كومې چې د ټولنې بې وزله طبقو ژوند كښې خوشحالۍ راوستلو له خپل خذمات وقف كړې دي۔ ده ووئيل پاكستان كښې نزدې لس زره كوچنيان هر كال طبي مسئلو سره پېدا كېږي او دا مهال نزدې 2 لكه ماشومانو درملنو ته سترګې په لار دي۔ ده ووئيل د روغتون د جوړولو كار به ډېر زر پېل شي او په لړ كښې يوه خصوصي كمېټي جوړه كړې شوې ده

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج