مسلم ليګ(ن)د پنجاب وزيراعلٰی سره ملاقات كونكي 5 اېم پي اېز فارغ كړي٬سرلښكر سره ملاقات كونكے محمد زبير وياند غوره كړی شوې۔شېخ رشيد

image

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې د مسلم ليګ(ن) قيادت دوه ځايز معيار لري٬د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار سره چې كوم 5 اېم پي اېز ملاقات كړې نو هغه د ګوند څخه ويستلې شوي او محمد زبير كه د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره څلور وارې ملاقات وكړي نو هغه د پلار او لور وياند غوره كړې كېږي۔د ګل په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل زه باور لرم چې د 11 نه پس 18 اكتوبر نېټه ټاكلے شوې او كه پيپلز ګوند د 18 اكتوبر كار ساز پیښه كښې ګڼ شهيدان هېرولو سره د محمود خان اچكزئي او مولانا فضل الرحمان سره ودرېږي نو هغوي به ډېر زيان سره مخ شي او هغه ورځ لرې نه ده چې د پيپلز ګوند ډېر كسان به په دې د ګوند څخه په شاه شي

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں