د آمونو ډالۍ په رالېږلو مننه ٬ د پرنس آف وېلز شهزاد چارلس صدر ډاكټر عارف علوي ته خط

image

اسلام آباد۔6 اکتوبر (اے پی پی) پرنس آف ویلز شهزادہ چارلس صدر ډاكټر عارف علوي ته خط ليكلې دے كوم كښې چې هغه د آمونو په ډالۍ كولو د صدر مننه كړې ۔ د ايوان صدر ميډيا آفس له مخې شهزاد چارلس صدر ته خپل خط كښې ووئيل د پاكستان لخوا د ښه آمونو په ډالۍ رالېږلو خوشحاله شوے يم ۔ د آمونو په ډالۍ كولو زه ستاسو مننه كوم۔ شهزادہ چارلس ووئيل پاکستاني آمونه ډېر خوندور دي ، زما میرمن او زه د آمونو د دې عالي ډالۍ په رالېږلو مننه کوو. د یادونې وړ ده صدر ډاکټر عارف علوي د مېنګو ډپلومېسي له مخې د بېلو هېوادونو مشرانو ته آمونه د ډالۍ په توګه لېږلې وو۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں