پاکستان، افغانستان سره خپلې تاريخي ٬ د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكې مهمې ګڼي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئیلي دي چې پاکستان، افغانستان سره خپلې تاريخي ٬ د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكې مهمې ګڼي۔ په افغانستان كښې كومه ډله زمونږ فېورټ نشته مونږ ټولو سره يو ډول سلوك كول غواړؤ۔ وفاقي وزير دا خبره د افغانستان اولسي جرګې سپيكر مير رحمان رحماني په مشرۍ كښې افغان پارلېماني پلاوي سره خارجه وزارت كښې ملاقات كښې وكړه۔ملاقات كښې په دوه اړخيزه پارلېماني اړيكو ٬ تجارت او د منطقې په معاشي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير خارجه وزارت ته په راتلو افغان پارلېماني پلاوي ته هركلې ووې۔ هغه ووئيل پاکستان، افغانستان سره تاريخي ٬ د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكې مهمې ګڼي۔ د پاكستان تحريك انصاف حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې افغانستان او افغان اولس لپاره مثبت سوچ لري۔ ځكه مې د خارجه وزير په حېث خپلې ذمه وارۍ سنبالولو نه وروسته اولنۍ دوره د افغانستان كړې وه۔ هغه ووئيل سوكاله افغانستان د پاكستان په ګټه دے۔ د پاكستان او افغانستان ترمينځه د تجارت او معيشت ودې له بلها موقعې موجود دي كومو څخه چې بايد استفاده وكړې شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان او د پي ټي آئي حكومت تل دا وئيلي دي چې د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته۔ دا نكته نظر كښې نيولو سره مونږ د زړه د اخلاص نه افغان امن عمل كښې مصالحانه كردار ترسره كړو او د طالبانو او امريكا ترمينځھ خبرو كښې مو معاونت وكړو۔ هغه ووئيل پاكستان د افغان اولس د رايو د زړه نه احترام كوي له دې كبله پاكستان به بېن الافغان مذاکراتو كښې د افغان مشرتابه لخوا د شويو پرېكړو احترام كوي۔ هغه ووئيل پاكستان نه زيات بل څوك افغانستان كښې تلپاتې امن غوښتلے نه شي۔ پاكستان د سولييز افغانستان تعمير او پرمختګ كښې د خپل كردار ترسره كولو عزم لري۔ خارجه وزير پلاوي ته ووئيل مونږ ستاسو مسئلې زياتول نه بلكې دا حل كول غواړؤ۔ ځكه مونږ له به د بې نسټه تورونو لګولو نه ډډه كول وي۔ روڼ سباؤن له به په ګډه هڅې كول وي۔ هغه ووئيل زه دا هم په ډاګه كول غواړم چې ځينې قوتونه د پاكستان مخالف ايجنډې تر سېوري لاندې د افغانستان خاوره كارول غواړي۔ مونږ له به دوئي ته اجازه نه وركول وي۔ افغان اسپیکر میر رحمنٰ رحمانی ووئيل دوه اړخيزه اړيكې مستحكم كولو ٬ دوه اړخيزه تجارت زياتولو او په خاص توګه د افغان ټرانزټ په لاره كښی ولاړ خنډان لرې كولو له د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي۔ افغانستان پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او دا لا مستحكم كول غواړي۔ منطقه كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے۔ افغان پارلېماني پلاوي په تود هركي كولو د خارجه وزير مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں