د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د سینیټر كلثوم پروین په مرګ غمرازي ښكاره كړه

image

اسلام آباد21 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د سینیټر كلثوم پروین په مرګ غمرازي ښكاره كولو سره وئيلي دي ارواښاده كلثوم پروین د سېنېټ يو مثبت سوچ لرونكې متحرك غړې وه۔ د ګل په ورځ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل محترمه كلثوم پروین د بلوچستان پسمانده سيمو او د اولس مسائلو حل لپاره په زړه پورې غږ پورته كړې۔لوي څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنۍ كورنۍ له د زغم توفيق وركړي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں