د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ چیئرمېن سینیټر فیصل جاوید سېنېټ غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 04 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ چیئرمېن سینیټر فیصل جاوید وئيلي دي چې پی ډی اېم او په دې شامل ګوندونه ماتيږي، هغوي تعمیری اپوزیشن کولو سره بندې ګلۍ څخه وتللې شي، مونږ پارلمان ته کرپشن تحفظ لپاره نه د اولسي ګټو قانون سازۍ لپاره راغلې يو، چا ته به هم هيڅ ډول اين آر آو نه ترلاسه كيږي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې اپوزیشن نیب مقدمو په تحریك بحث كښې برخه اخستلو سره ده ووئيل وزیراعظم عمران خان په خپل وړومبي خطاب كښې وئيلي ؤ چې چا ته به هم این آر او نه ترلاسه كيږي پھ دې اپوزیشن شور شرابه كوي۔ کشمیر په اړه شريكه غونډه كښې اپوزیشن هم دغه ډرامه كړي۔ اېف اے ټی اېف په معامله اپوزیشن حکومت بلیك ميل كولو هڅه كړي۔ این آر او ترلاسه كيدو په صورت كښې اېف اے ټی اېف قانون كښې د ملاتړ پخلې شوې ؤ۔ده ووئيل د اپوزیشن مقصد يواځې ذاتی کیسز كښې ریلیف ترلاسه كول دي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں