د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د سعودي عربستان خپل همڅنګ شهزاده فېصل بن فرحان سره ټېلېفوني تماس

image

اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي خپل سعودي همڅنګ شهزاده فېصل بن فرحان سره د زيارت په ورځ ټېلېفوني تماس نيولے۔ د ټېلېفوني خبرو په مهال دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو او د جي سي سي هېوادونو ترمينځه د روانو شخړو هواري له د سفارتي هڅو پشمول د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير د قطر او خليجي هېوادونو ترمينځه د شخړو هواري له د سعودي عربستان د مثبت كردار ستائنه وكړه او د كورونا وائرس باوجود كاميابۍ سره د جي سي سي سمټ 2021ﺀ په كولو ئې خپل همڅنګ له مباركي وركړه۔ دواړو خارجه وزيرانو په نړيواله كچه دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو او د شريكې خوښې چارو له په ګډه د هڅو كولو په بېلا بېلو اړخونو مشاورت وكړو۔ شاه محمود قرېشي نيامے كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 47 مې غونډې په مهال د كشمير مسئلې او د اسلاموفوبيا زياتېدونكي رجحان په ضد د قراردادنو په ملاتړ د سعودي عرب همڅنګ مننه وكړه۔دغسې دواړه خارجه وزيران په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو مشاورت روان ساتلو ته هم صلاح شول۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل مونږ د سعودي عربستان خارجه وزير پاكستان د راتللو په طمعه يو

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں