نن مونږ ټول د كشمير شهيدانو قربانو ته سلام وړاندې كوو٬وزيراعظم عمران خان په مدلل او موثر انداز كښې نړۍ ته د كشمير مسئله وړاندې كړی۔سېنېټر شبلي فراز

image

اسلام آباد 05 فروري(اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې نن مونږ ټول د كشمير شهيدانو قربانو ته سلام وړاندې كوو٬وزيراعظم عمران خان په مدلل او موثر انداز كښې نړۍ ته د كشمير مسئله وړاندې كړی۔د كشمير مسئلې حل كولو نه بغېر په منطقه كښې څوك هم د امن ضمانت نه شي وركولې٬داسې پېښه رامينځ ته كېدې شي چې آغېز به نه يوازې په منطقه بلكې په ټوله نړۍ وشي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په لوك ورثه كښې د كشمير يو والي په اړه تصويري نندارتون ته په خپله وېنا كښې وكړی۔وفاقي وزير د نندارتون پرانسته وكړه۔په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې د فرورۍ په پنځمه نېټه د كشمير يو والي ورځې په لړ كښې تصوير نندارتون كول ښه اقدام دې۔دا عكسونه ټولې نړۍ لپاره د هندي ظلمونو واضحه ثبوتونه دي۔ده ووئيل چې نن په ټول هېواد او نړۍ كښې مېشته پاكستانيان او كشميريان بې ګناه او مظلوم كشميريانو سره د يو والي څرګندونه كوي۔ده ووئيل چې د كشميريانو هڅو ته د وزيراعظم عمران خان پالېسۍ يو نوې ژوند وربخښلې۔دا د دې خبرې ثبوت دې چې 22 كروړه اولس كشميريانو سره ولاړ دې۔ده ووئيل چې پاكستان به د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں