پی ډی اېم نومي سازشی ډله د بدعنوان دوست نظام د لارې د ووټ خرڅولو ٬ اخستو ، کرپشن او منی لانډرنګ څخه ترلاسه كړې روپۍ بچ كول غواړي، وزیراعظم عمران خان ټويټ

image

اسلام آباد 09 فروری (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي پی ډی اېم نومي سازشی ډله د بدعنوان دوسته نظام په مرسته كولو د ووټ خرڅولو ٬ اخستو ، کرپشن او منی لانډرنګ څخه ترلاسه روپۍ بچ كول غواړي۔ د نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې د تير سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټ خرڅولو او اخستو په رامخې ته شوې ويډيو خپل بيان كښې ده ووئيل ويډيوز كښې په ښكاره ډول په شرمناك كار كولو سیاستمدار د سېنېټ په ووټونو اخستو او خرڅولو كښې بوښت ښكاري ، وار په وار د مسلط شوې واكداره اشرافیه د لاسه د قامي اخلاقياتو د تباهۍ عكاسي كېږي او چا چې قام د قرض لاندې ګېر كړے ۔ده ووئېل کرپشن او منی لانډرنګ د دغه دور زمونږ د سياسي اشرافیه يو ناوړه داستان دے ۔وزیراعظم ووئيل دوي اقتدار كښې راتللو لپاره پېسه استعمالوي۔ ده ووئيل پی ډی اېم نومي سازشی ډله اوس د بدعنوان دوسته نظام په مرسته كولو دغه هر څه بچ كول غواړي۔ عمران خان ووئيل مونږ د بدعنوانۍ او منی لانډرنګ دې سلسلې ختمولو لپاره لوظي يو

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں