د سعودي حج وزارت سره په تماس كښې يو،د هغوي د اړخه د كومې واضحه خبرې تر رامخې ته كيدو څه نشو وئيلے، د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري

image

اسلام آباد 10فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي سږ كال هم د حج په اړه كومه واضح خبره نه ده رامخې ته شوې،تر څو چې د سعودي د حج وزارت واضح خبره نه وي كړي نو د حج په اړه څه نه شو وئيلے۔هيله لرو سياسي درجه حرارت كښې به نور كمے هم راشي۔د شورو په ورځ فيډرل بورډ كښې د ديني مدرسو زدكوونكو له د سندونو وركولو دستورې څخه وړاندې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پاکستان اولس د حج او عمرې ادا كولو سره ژور تعلق لري په دې اړه تشويش سره مخ دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د تير كال په نسبت سږ كال د حاجيانو شميره زياتيدې شي خو په دې اړه څه هم نه شو وئيلے ٬ مونږ پرله پسې د سعودي د حج وزارت سره په رابطه كښې يو، تر څو چې سعودي عرب څخه كومه واضح خبره نه وي رامخې ته شوي مونږ د حج په اړه څه نه شو وئيلے

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں