د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د چین نوي قمری كال په پيل كيدو د چين قام ته مبارکي

image

اسلام آباد 11فروری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د چین نوي قمری كال پيل كيدو په موقع د چین اولس له مبارکي وركولو سره وئيلي دي چین او پاکستان قوي ملګرتيا لري، پاکستان او چین ملګري دي او وي به، مونږ د زراعت، ټیکنالوجی پشمول بيلو څانګو كښې د چين د تجربو څخه زدكړه كول غواړو۔ ده د زيارت په ورځ د چین نوي قمری كال پيل كيدو په اړه دستورې ته د خاص ميلمه په حېث خطاب کولو۔ دستورې ته وزير مملكت علی محمد خان،د سمندر پورې پاكستانيانو کمیونټی صدر نعمت اﷲ جان او رجنرل سیکریټری شوکت علی هم خطاب وكړو۔ د اطلاعات وزير ووئيل پاکستان او چین قوي ملګرتيا لري، چین د پاكستان سره پخواني اړيكې لري او دا اړيكې د وخت سره سره لا قوي كيږي۔ ده ووئيل مونږ په دې خبره وياړ لرو چې د چین اولس او متحرک قیادت د خپلو هڅو په نتيجه كښې پرمختګ كړے، پاکستان چې كله هم سخت وخت سره مخ شوے، چین ئې عمر له ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل سی پیك د چین د اړخه يوا ډالۍ ده،دې سره هېواد كښې د پرمختګ يو نوې دور پيل شوے۔ده ووئيل سلك روټ نه پس سی پیك په جغرافیائی توګه دواړه هېوادونه يو بل سره تړلې دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د تجارت او كلتور پشمول ټولو څانګو كښې قوي اړيكې لرو، د چین اولس په لږ وخت كښې پرمختګ كړے، مونږ د زراعت، ټیکنالوجی پشمول بيلو څانګو كښې د چین د تجربو څخه زدكړه كول غواړو۔ وفاقی وزیر ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه د بيلو څانګو تجارت زيات شوے او اقتصادی پرمختګ كښې مهم پیشرفت شوے۔ دغسې وفاقی وزیر د چین نوي كال په پيل كيدو د چین اولس له مبارکي وركړې

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں