رپورټ : حافظ اعجاز بشير
ترجمه: ډاكټر واحد الله ايوب الازهري
سېلګري د بشري فطرت سره تعلق لري او دا د علم او فضل زياتولو سبب ګرځي۔ د نړۍ يو شمېر هېوادونو سېلګرۍ ته وده وركولو او دا په پخو بنيادونو اودرولو سره خپل معيشت قوي كړے او د سېلګرۍ څانګې نه هر كال د اربونو ډالرو زر مبادله ترلاسه كوي۔ د سېلګرۍ په اړه د تازه شمېرو له مخې امریکا د كال نزدې دوه كھرب ډالره ترلاسه كولو سره د نړۍ تر ټولو لوئې هېواد دے۔ د مالديپ د سېلګرۍ څانګې كلن آمدن 2.7 ارب ډالره دے كوم چې د هېواد د ټول آمدن 60 فيصده دے۔ د دې نه دا ثابتېږي چې د سېلګرۍ آمدن د هېواد خرڅونه پورته كوي۔ د امريكې نه پس سپېن او فرانس د سېلګرۍ په آمدن كښې پر له پسې په دويم او درېم لمبر دي۔
په دې كښې شك نشته چې سېلګري د رېونيو او غېر ملكي زرمبادلې ترلاسه كولو تر ټولو لويه ذريعه ده او كه دې څانګې ته وده وركړې شي نو كوم هم رياست په معاشي توګه سپر پاور جوړېدے شي۔ سره د خپلو زړه راښكونكو او د سېلګرۍ بېا بېلو موقعو لرلو پاكستان په دې زغل كښې ډېر وروستو دے او د هېواد مجموعي جي ډي پي كښې د سېلګرۍ آمدن د نشت برابر دے۔
پاكستان كښې په عمومي توګه او پنجاب كښې په خصوصي توګه د سېلګرۍ بام ته د رسېدو ګنجائش موجود دے۔ د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت سېلګرۍ ته وده وركولو او سېلګرو له د هر ډول آسانيو وركولو ته خاص پاملرنه كړې او د پنجاب، ګلګت بلستان‘بلوچستان او د خېبر پختونخواہ په شمول ګرد هېواد كښې سېلګرو ته د ټولو ممكنه آسانيو وركولو هڅې كوي۔
وزیرِاعظم عمران خان څو مياشتې وړاندې يو لويه پرېكړه كړې او د سېلګرۍ په حقله حكومتي ترجيحات عملي كولو لپاره ئې سېلګرۍ له د اعلی كچ قامي رابطه كمېټي جوړه كړې۔ په وفاقي او صوبائي نمائندګانو د مشتملې كمېټۍ په ذمه وارو كښې د قامي سېلګرۍ تږ لارې عملي كېدو جاج اخستلو سره په صوبائي او سيمه ايزه كچه بېل ګامونه د قومي ستراتيجۍ تر مخه پورته كول شامل دي۔
د وزیراعظم دا وژن پنجاب كښې هم مخ په وړاندې بوتللے شي كوم چې د سېلګرۍ په لړ كښې زړه راكښونكې ميداني ٬ غرئيزې او صحرائي سيمې لري۔ د پنجاب وزيراعلی عثمان بزدار په هدايت د سېلګرۍ صوبائي څانګې د سېل ځايونو ودې او پرمختګ له مهم كردار ترسره كړے ۔
دا خبره دې ښكاره وي چې په پنجاب كښې اول اول د سېلګرۍ څانګه سپورټس سره تړلې وه خو د پي ټي آئي موجوده حكومت دا څانګه پرمختګ لپاره د تېر كال اپرېل مياشتې نه يوه بېله محكمه ګرځولې ٬د دې درې څانګې جوړې كړی شوي٬په كومو كښې چې ټورازم ډوېلپمنټ كارپورېشن آف پنجاب (ټي ډي سي پي)٬ آركيالوجي ډائرېكټورېټ او ټوريسټ سروسز شاملې دي ٬په صوبه كښې سېلګرۍ ته وده وركولو له په دې وروستيو كښې يو شمېر كاميابۍ ترلاسه شوي او سباؤن لپاره ځينې داسې منصوبې جوړی كړی شوي كه هغه عملي كړې شوې نو د سېلګرۍ په څانګه كښې انقلاب راتلل ممكن دي ټي ډي سي پي يو شمېر غېر معروفه ځايونه نه يوازې په زړه راښكونكو د سېلګرۍ په مركزونو بدل كړي بلكې د سېلګرۍ پالېسۍ تر سيوري لاندې يې 8 نوې د سېلګرۍ ځايونه په ګوته كړي او دغې لپاره يې پرمختيائي كارونه پېل كړي٬په دې كښې كوټلي ستياں٬چكوال٬هوشاب٬كوهې سليمان٬پورټ مينرو او په كالاباغ ميانوالي کښې پرمختيائي كارونه پیل شوي۔دې سره سره د مذهبي او تاريخي سېلګرۍ د رجحاناتو هم ډاډګيرنه شوې ۔
د سېلګرۍ ٬ لوبو او د ځوانانو چارو سېكرټري احسان بهټه اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل وزيراعظم عمران خان او د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار په مشرۍ كښې موجوده حكومت د سېلګرۍ ودې له ټولې وسيلې كاروي۔د سېلګرۍ بهترۍ له چې څومره ګامونه اوسني حكومت پورته كړي د دې نه وړاندې كوم بل حكومت نه دي كړي۔د وزيراعظم وژن او د وزيراعلٰی د هداياتو په رڼا كښې دې محكمې د پنجاب اولنۍ سياحتي پالېسي منظور كړې په كومه چې عملدرآمد پیل شوے۔
هغه ووئيل دا مهال پنجاب كښې د سېلګرۍ څانګه يوه ګټوره او د معاشي پرمختګ د موقعو او صلاحت لرونكې څانګه منلې شي ۔احسان بهټه ووئيل د نړيوال بېنك منصوبې پنجاب ټورازم فار اكنامك ګروت پراجېكټ تر سيوري لاندې زرمبادله كښې اضافې لپاره د سېلګرۍ نوې مركزونه جوړولې شي٬سېلګرۍ كښې د پرائيوېټ سېكټر ډاډګيرنه روانه ده۔شاليمار باغ٬شاهي قلعه٬روهتاس قلعه او د ټېكسلا عجائب ګهر فهرست كښې شامل دي ٬ د دې د بحالۍ كار روان دے۔په مري كښې د سېلګرو ګڼه زياتېدو د لاسه يو شمېر مسئلې رامخې ته كېږي د كومو حل كولو له چې ځينې پرمختيائي كارونه پېل كړې شوي
۔هغه ووئيل صوبه كښې مذهبي سېلګرۍ ته وده وركولو له هم يو شمېر ګامونه پورته كولې شي٬د اوقاف محكمې سره په ګډه د مذهبي سېلګرۍ ودې له ننكانه صاحب سچا سودا٬مانواله٬كوټ مټهن او مريم آباد كښې شپږ سړكونه جوړولې شي دغسې چې خلق مذهبي ځايونو ته په آسانتيا رسېدې شي۔هغه ووئيل د پنجاب اصل پیژندګلو مختلف ډول كلتوري ورثه ده۔د آركيالوجي ډائرېكټورېټ د دې كلتوري ورثې ساتنې او بحالۍ او اولس ته تفريح وركولو له په 13 بېلو كلتوري ځايونو كښې كومو كښې چې هيرن مينار٬شالامار باغ مقبره جهانګير٬مقبره نورجهان٬هړپه٬د ټېكسلا غجائب ګهر او مغل ګارډن شامل دې كښې ايلومينېشن پیل كړے۔د سېلګرۍ سېكرټري وئېلي دي پي اېچ اے سره په ګډه د سېلګرۍ په ټولو ځايونو آرټيكلچر ته وده وركولې شي۔
هغه ووئيل ټورېسټ سروسز٬ټريولز ايجنسي او د هوټل رجسټرېشن له آن لائن سروسز وركولې شي چې ورسره لرو پرتو سيمو سره تعلق لرونكي كسان د خپلو كورونو نه آن لائن رجسټرېشن سره خپل كاروبار پېل كولې شي۔هغه ووئيل زه غواړم چې پنجاب د سېلګرۍ په څانګه كښې د لارښوونې كردار ترسره كونكې صوبه شي۔د سېلګرۍ محكمې چې په دې لاره كښې كوم سنګ ميل ترسره كړے په هغې كښې د ځينو تذكره كول به مناسب وي۔صوبه كښې د سېلګرۍ په مجموعي توګه د 128 سكيمونو د مرمت او بحالۍ كار روان دے كومو كښې چې 12 ترسره شوي ٬ټېكسلا او هړپا كښې عجائب ګهرو سره پيوست آډټيوريم جوړ كړې شوي ۔ګجرات ميوزيم او د كلركهار ميوزيم رنګ روغن شوے ۔په جام پور ډي جي خان كښې د بده مت تهذيب اثار او قيمتي نوادرات دريافت كړې شوي۔
د ټي ډي سي پي اېم ډي محمد تنوير جبار هم په دې لړ كښې هڅې كولو له په كارپورېشن كښې ښه ډله جوړه كړې دغسې چې سېلګرو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركړی شي۔د سېلګرۍ په اړه نوې كورسونه آن لائن وركولې شي ا و په ګرد هېواد كښې د زرګونو په شمېر ځوانانو ته د سېلګرۍ په اړه د مختلف ډسپلنټ تعليم وركولې شي۔د سېلګرۍ په ځايونو د كمپيوټرائز ټكټونو اجرا شوې چې ورسره د محكمې آمدن زيات شوے ۔د اولس د خوښې او د سېلګرۍ زياتولو له يو شمېر دستورې هم كولې شي۔ملكه كهوسار مري د هېواد زړه راښكونكو د سېل ځايونو كښې ځانګړے حېثيت ترلاسه دے او سېلګري د دې په قدرتي حسن عاشقان دي۔په مري كښې د سېلګرو زياتې ګڼې ته د پام تر مخه د دې خوا او شا سيمو له خاص ګامونه پورته كړې كېږي۔د پترياټه د سېلګرۍ ځايونو د لړۍ يوه كړۍ ده د كوم ځاے چيئرلفټ چې سېلګري په خاص توګه ځان ته متوجه كوي ۔د ټي ډي سي پي مري ريجنل منيجر اعجاز بټ پترياټه مركز د سېګرو آسانۍ لپاره شپه او ورځ هڅې كوي۔ چيئرلفټ او كيبل كار د محكمې مناسب ريونيو پېدا كوي۔سېلګري د دې ځاے چيئرلفټ كېبل كار او سفاري ټرين كښې خاص خوښي لري۔د صوبې صحرائي سيمه چولستان هم د خپلې پراختيا او ځانګړې حېثيت له كبله سېلګري خوښوي۔په دې سيمه كښې د ټي ډي سي پي تر ټولو لويه كاميابي چولستان جيپ رېلي كول دي
كومه چې د تېرو څو كلونو نه د پنجاب ټورازم څانګې په هڅو كاميابۍ سره تر سره كېږي ۔دې سره سره د دراوړ قلعه كښې هم رنګ په رنګ ايونټ كولې شي۔په رېلي كښې د ګډون كوونكو او د سېلګرو راتلو په موقع د ځايې روايتي خوراكونو او د سيمه ايزو ملبوساتو سټالونه لګولې شي كوم چې ځايې خلكو لپاره د ګټې لويه ذريعه ده۔د سېلګرۍ ځايونو ته د اولس په آسانتيا رسنې له د رابطه سړكونو جوړولو سره سېلګرو ته د ټرانسپورټ پشمول نوې او غوره آسانيو وركولو ته هم پام ګرځولې شوې ۔د لاهور نه پس پینډۍ اسلام آباد كښې ډبل ډيكر بسونه پېل كړی شوي او په راروان پړاؤ كښې به په بهاولپور كښې دا ډول بسونه چلول پېل شي۔
رېسټ هاؤسز كوم چې اولس لپاره يو خوب ؤ خو د پنجاب حكومت په امر د سېلګرۍ څانګې ګرده صوبه كښې 179 رېسټ هاؤسز اولس لپاره پرانستلې دي۔
په دې كښې د مري ګورنمنټ هاؤس هم شامل دے۔ وګړي آن لائن بكنګ كولو سره دې رېسټ هاؤسز څخه په ارزانه نرخونو استفاده كولې شي۔ ټورسټ سروسز څانګې د نوې هوټل او رېزارټس رجسټرېشن ته هم پام ګرځولے ۔ دې سره سره د هوټلو ٬ رېسټورېنټس او ریزارټس آن لائن رجسټرېشن له د پنجاب انفارمېشن ټېكنالوجي بورډ خذمات ترلاسه كړې شوي ۔ د ګرد پنجاب د تاريخي او سېلګرۍ ځايونو فهرست ٬ عكسونه ٬ وېډيو ٬ ډاكومنټريز او تفصيلات په وېب سائټ اپ لوډ كېږي او د ګردې نړۍ خلك اوس د انټرنېټ د لارې خپل ټور مرتب كولې شي۔
هيله ده چې د وفاقي او صوبائي حكومت هر اړخيزه ستراتيجۍ له امله به پنجاب كښې د ملكه كوهسار نه تر چولستان او فروټ منرو رنګ په رنګ مذهبی، كلتوري او د تاريخي سېلګرۍ ځايونو ته وده وركولو سره خكو ته د سېل سپاټې اسانۍ باوري كړے شي چې ګټه به ئې قامي معيشت ته هم ورسي۔