اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د چلي د غر سركونكې هوان پابلو موهر كورنۍ د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات كړے۔په دې موقع خارجه وزير ووئيل مونږ د علي سدپاره سره سره د چلي د غر سر كونكي هوان پابلو موهر او د آئيس لينډ جون سنوري په مرګ ډېر خفه شوې يو ۔ خارجه وزير درېو واړو غر سر كوونكو ته د عقيدت پیرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل هغوي د خپل همت٬مړانې او حوصلې داستان رقم كړے۔هغوي به په تاريخ كښې په زرينو ټكو ياد ساتلے شي۔شاه محمود قرېشي ووئيل د موسم شدت او ناوړه موسمي حالاتو باوجود پاكستاني حكومت او پوځ د دغه غر سركوونكو د رېسكيو كولو ټولې ممكنه هڅې كړي خو د بده مرغه دغه هڅې سودمندې ثابت نه شوې۔خارجه وزير د چلي هوان پابلو مهر او د آئس لينډ جان سنوري كورنيو او وګړو سره هم غمرازي ښكاره كړه