اسلام آباد۔20فروری(اے پی پی) د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي سېنېټر مشاهد الله خان سره مو دې ايوان كښې درې كال تېر كړل۔ په ايوان كښې به ښكته پورته خبرې كېدې۔ د هغه كمې به محسوسېږي۔ د خالي په ورځ سېنېټ كښې د سېنېټر مشاهد الله خان په مړينه تعزيتي سېشن كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره هغه ووئيل سېنېټر مشاهد الله خان سره مو دلته درې كال تېر كړي دي۔ هغه چې به كله هم تقرير كولو او مونږ به د خپل ګوند دريځ وړاندے كولو نو خپلو كښې به د ډېر ښه بحث مقابله كېدله او ډېرې ښكته پورته خبرې به كېدې۔ هغه ووئيل كله چې انسان د دنيا نه كډه وكړي نو سپورې ستغې او سياسي اختلافات هېرولې شي۔ په ايوان كښې به د بحث مباحثې او شعر او شاعرۍ يوه فضا وه ځكه خو به د هغه كمي محسوسيږي۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي