اسلام آباد۔20فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي صدر مملكت د سېنېټ ټاكنو حوالې سره صدارتي آرډيننس جاري كولو سره كوم غېر قانوني ګام نه دے پورته كړې۔ څوك چې د مواخذې او عدم اعتماد تحريك راوړل غواړي ٬ كه سل ځله راوړي نو سل وارې به ناكامۍ سره مخ شي۔ د خالي په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د صدارتي آرډيننس اجراﺀ په اړه په تحريك د بحث په مهال هغه ووئيل دا معامله سپريم كورټ كښې ده۔ د آئين آرټیکل 270 كښې د آرډيننس وضاحت كړې شوې دې۔ 1969ء نه تر 1971ء چې كوم آرډیننس جاری كړې شوي دي د هغې په اړه وئيلي شوي چې هغه عدالت كښې چېلنج كېدې نه شي۔ هغه ووئيل په 1969ء كښې مارشل لاﺀ ولګولې شوه كومې چې تر 1971 دوام لرلو۔ هغه ووئيل د سپريم كورټ پرېكړه به 3 مارچ نه وراندې راشي۔ هغه ووئيل د قانون ضرورت پوره كولو له د آئين آپشن كارول كېدې شي۔ او كوم قانون چې جوړ كړې شي په هغې بحث نه شي كېدے