اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي وئيلي دي د پي ټي آئي حكومت به ريلوے ګټه وره اداره جوړوي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال شيخ روحيل اصغر د پوښتنې په ځواب د ريلوے وفاقي وزير اعظم سواتي ووئيل كومې صوبې څخه چې ريلوے ټريك تيريږي هلته د صوبې ذمه واري وي ۔ د پھاټك نه غېر ريلوے د كراسنګز په اړه د پنجاب وزيراعليٰ سره ملاقات شوے۔ اوس به بلوچستان ته ځم ‘ د صوبو كار دے چې په دغه كراسنګز اوور هيډ برجز جوړ كړي۔مونږ به په دې اړه صوبو سره مرسته كوو۔ د شيخ فياض الدين د پوښتنې په ځواب د ريلوے وفاقي وزير اعظم سواتي ووئيل زمونږ د حكومت راتلو نه وړاندي د ريلوے خساره 1.2 ټريلين وه۔ انشاءالله د پي ټي آئي حكومت به ريلوے يوه ګټه وره اداره جوړوي۔ د مولانا عبدالاكبر چترالي د پوښتنې په ځواب پارلماني سيكرټري فرخ حبيب ووئيل د پي ټي آئي په حكومت كښې د 2018ء نه تر 2019ء د ريلوے خساره څلور اربه كمه شوې خو بيا د كورونا صورتحال راپيدا شو