اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله د پنجاب نه پس خېبر پښتونخواه كښې زيات كسان مړه شوي۔ ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 41 كسان مړه شوي چې پكښې 13 كسان په وينټيليټرز وو۔ د نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر د اړخه جاري شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هېواد كښې د يو زر 50 كسانو د كووېډ۔ 19 ټيسټ مثبت راغلے او 41 كسان د دې وائرس له امله مړه شوي چې پكښې 38 كسان په روغتونونو كښې دغسې 3 رونځوران كورونو كښې د قرنطينه په مهال مړه شوي ۔ د هېواد 4 لويو ښارونو كښې په وينټيليټرز د كووېډ۔ 19 رونځورانو په تناسب سره ملتان كښې 27 فيصد,لاهور كښې 39 فيصد،پېښور كښې 24 فيصد او اسلام آباد كښې 33 فيصد رونځوران موجود دي۔دغسې د هېواد څلورو لويو ښارونو كښې د آكسيجن آسانۍ لرونكو كټونو كښې د كورونا مثبت كيسونو تناسب په لحاظ سره پېښور 35 فيصد،اسلام آباد 22 فيصد،ګجرات كښې 61 فيصد او لاهور كښې 24 فيصده رونځوران پراته دي۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 33 زره 978 ټيسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 9 زره 869, پنجاب كښې 12 زره 157, خيبرپختونخوا كښې 5 زره 985, اسلام آباد كښې 4 زره 580, بلوچستان كښې 376,ګلګت بلتستان كښې 430, آزاد كشمير كښې 581 ټيسټونه شامل دي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 څخه د ښه شوو كسانو شميره 5 لكهه 36 زره 243 ته رسيدلې۔ بلوچستان،ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې د كووېډ۔19 كوم هم رنځور په وينټيليټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 لپاره بيلو شوو وينټيليټرز باندې 250 رنځوران پراته دي۔ دغسې د كووېډ۔19 ايكټو كيسونو شميره 24 زره 483 ده۔ ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 5 لكهه 73 زره 384 ده چې پكښې آزاد كشمير كښې 9 زره 878, بلوچستان كښې 18 زره 993, ګلګت بلتستان كښې 4 زره 951، اسلام آباد كښې 43 زره 623, خيبر پختونخوا كښې 71 زره 146، پنجاب كښې يو لكه 68 زره 348 او سندھ كښې 2 لكهه 56 زره 445 رنځوران شامل دي۔