ټول هېواد كښې د وزيراعظم په زرعي ايمرجنسي پروګرام عمل روان دے ،خاص مرستيال شهباز ګل

image
APP08-230221 FAISALABAD: February 23 - Special Assistant to the Prime Minister on Political Communication Dr. Shahbaz Gill talking to media person at Chak No 270/RB Machi Wal. APP photo by Tasawar Abbas

فيصل آباد 23 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي ټول هېواد كښې د وزيراعظم په زرعي ايمرجنسي پروګرام په تندۍ سره عمل روان دے او په دې لړ كښې د اربونو روپو په لګښت سره كروندګرو له زرعي آلات، جديد ټيكنالوجي لرونكې مشينري، د اعليٰ معيار تخم ، ښه سره ، د معياري زرعي داروګانو پشمول د نهر اوبه ضائع كيدو څخه بچ كولو له د اصلاح په لړ كښې نوري آسانۍ وركرے كېږي دغسې چې غذائي اجناس بمپر كراپ ترلاسه شي او د كروندګرو د ژوند معيار ښه كولو سره سره هغوي ته مالي ګټه ورسي ۔ د نهې په ورځ خپل كلي ګاؤں چك نمبر 270 رب سمجھي والا سمندري روډ فيصل آباد كښې د كروندګرو غونډې ته وينا كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان پرله پسې د درې اوونيو راهسې د كركيلي پرمختګ او ښه والي لپاره د ميټنګز پشمول كروندګرو سره هم ملاقاتونه كوي او دې سره به راروانو كلونو كښې د كروندګرو ژوند كښې نور ښه والې راشي۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں